Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

توماس ویسټ: روسي چارواکو سره مې افغانستان کې پر ګډو کټو خبري کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/17

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی، چې د اروپایي او سیمې هېوادونو په سفر وتلی، مسکو ته یې په خپل لومړني سفر کې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.

توماس ویسټ پر خپله ټویټرپاڼه یوازې همدومره لیکلي، چې له روسي چارواکو سره یې افغانستان کې پر ګډو ګټو خبرې کړي دي، خو څرګنده کړې یې نه ده، چې د دواړو هېوادونو داسې مشترکې ګټې څه دي، چې د بندو دروازو ترشاه پرې بحث شوی.

ویسټ زیاته کړې:«نن مې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د روسیې امنیت شورا له مرستیال وینډیکوف سره ولېدل. له دوی سره مې په ګډو موخو خبرې وکړې او ټینګار وشو، چې طالبان دې له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي.»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له طالبانو غوښتي، چې نړیوالې ټولنې سره شوې ژمنې عملي کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وایي، ټولې هغه غوښتنې چې مشروع دي، په اړه یې هڅې روانې دي او نړیوالو سره یې په کړو هغو ژمنو عمل کړی دی، چې د دوحې په هوکړه کې درج شوي دي.

سمنګاني زیاته کړه:« اسلامي امارت د دوحې تړون او نړیوالو سره کړې ژمنې په سمه توګه عملي کړي دي. د نړیوالو مشروع غوښتنو لپاره هڅې شوي دي او هېڅ لوري ته د لاسوهنې اجازه نه ده ورکړل شوې، نو بناء هېڅ ګواښ نړیوالو ته له افغانستانه متوجه نه دی. اسلامي امارت خپل ملي او نړیوال مسوولیتونه سم سرته رسولي دي.»

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وایي، روسیه او امریکا د افغانستان په اړه پر پخواني سیاست روان دي او تر اوسه پورې یې سیاست کې بدلون نه لېدل کېږي.

 د دوی په وینا روسیه او امریکا د ترهګرۍ په اړه ګډ مشترکات لري، خو دا چې د افغانستان په اړه یوه ګډه همغږي راغلې، دا د افغانستان د سولې او ثبات پر ګټه ده.

د سیاسي چارو کارپوه صفت ساپی وايي:« د واشنګټن او مسکو دغه اوسنی موقف د پخواني سیاست دوام دی. افغانستان کې دوی مشترکې ګټې لري او لویه ګټه طبعي خبره ده، روسانو لپاره د سیمې امنیت دی. همدا ډول د امریکا لپاره ښایي د تروریزم مسایل مطرح وي، خو د دوی ترمنځ دوامداره اړیکې او د افغانستان په اړه ګډ دریځ د سولې او ثبات سره مرسته کوي.»

افغانستان کې د تېرې شل کلنې جګړې یو ستر اړخ د امریکا او روسیې ترمنځ د نیابتي جګړو دوام وه، خو د کارپوهانو ټینګار دا ده، چې دغه هېوادونه دې افغانستان سره په ریښتینې مانا د همکارۍ لاس ورکړي او خپل هغه ناسالم رقابتونه پای ته ورسوي، چې هغه سیمه او افغانستان کې ثبات ګواښي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول
افغانستان

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول

جولای 23, 2026
کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی
افغانستان

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

جولای 23, 2026
د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې
افغانستان

د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

جولای 23, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان د جنګي جنایت په توګه پر امېد روغتون د پاکستان برید څېړلو غوښتنه کړې

جولای 23, 2026
چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی
افغانستان

چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

جولای 23, 2026
اتریش د افغان کډوالو په اړه د جرمني له پرېکړې هرکلی وکړ
افغانستان

جرمني یوځل بیا له خپلې خاورې د مجرمو افغان وګړو پر شړلو ټینګار کړی

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول

جولای 23, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026
کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

جولای 23, 2026
د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

جولای 23, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

د بښنې نړیوال سازمان د جنګي جنایت په توګه پر امېد روغتون د پاکستان برید څېړلو غوښتنه کړې

جولای 23, 2026
چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

جولای 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist