Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
توحیدیار: اسلام کلا بندر کې  په ورځني ډول پر راستنېدونکو له ۳۰ میلیونو زیاتې افغانۍ وېشل کېږي 

توحیدیار: اسلام کلا بندر کې  په ورځني ډول پر راستنېدونکو له ۳۰ میلیونو زیاتې افغانۍ وېشل کېږي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/05

په هرات ولایت کې ځایي مسوولین وایي، په ورځني ډول له ایرانه راستنېدونکو کډوالو ته په اسلام کلا بندر کې له ۳۰ تر ۴۰ میلیونو افغانۍ ویشي.

دوی وایي، په ورځني ډول څه باندې ۳۰ زره افغانان د دغه بندر له لارې هېواد ته راستنېږي، چې ورته د نقدي مرستو ترڅنګ د ګرمو خوړو او اصلي سیمو ته یې د لیږد لپاره هم په وړیا ډول د ټرانسپورټ اسانتیا برابرې شوې.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون غړی ګلبدین توحید یار        وايي:« مالي کمیټې کې په ورځني ډول چې ۳۰ زره تر ۳۵  زره کسان راستنیږي، هر نفر ته ۲ زره افغانۍ ورکول کیږي چې روزانه له ۳۰ تر ۴۰ میلیونو افغانۍ د اسلامي امارت له بودجې ورته وېشل کیږي.»

بل خوا له ایرانه راستانه شوې کسان د دوی وضعیت ته د رسېدنې برخه کې د سرپرست حکومت او خصوصي ستکور هڅې ستایي او ټینګار کوي چې له کډوالو سره دې مرستې لا زیاتي او اصلي سیمو ته دې د دوی د لېږد لپاره ټرانسپورټي خدمات چټک شي.

له ایرانه راستون شوی محمد قاسم وايي:« زه له ۱۲  کلونو وروسته افغانستان ته راغلی یم. دومره خلک او ټولی چې موږ دلته وینو او ورته خدمات وړاندې کیږي اړتیاوې یې پوره کیږي له درملو، خوړو او اوبو نیولې هرڅه برابر دي موږ ډېر ترې خوښ یو.»

له ایرانه یو بل راستون شوی حبیب الله وايي:«  زموږ غوښتنه داده چې خدمات دې لا زیات شي.  د دې کسانو منځ ماشومان او مېرمنې شته دي، که ورته رسېدنه ونه شي، بشري فاجعه به رامنځته شي.»

له ایرانه راستون شوی تیمور شاه بیا په دې اړه وايي:« غوښتنه مې داده چې سوداګر دي هم مرسته وکړي، د موټر او اولیه خدمتونو برخه کې دې مرسته وکړي، ترڅو موږ ژر خپلو سیمو ته ورسیږو.»

دا په داسي حال کې ده چې د هرات له اسلام کلا بندر سربېره د نیمروز ورېښمو پله له لارې هم په ورځني ډول نږدې ۱۰ زره کسان له ایرانه هېواد ته راستنېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist