Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ترکیې یوځل بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هڅې پيل کړې

ترکیې یوځل بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هڅې پيل کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/05

د ترکیې د ولسمشر دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، د دې هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې جګړې او کړکېچ  د هواري او مخنیوي لپاره د پاکستان له لومړي وزیر سره ټېلفوني خبرې کړې.

په اعلامیه کې راغلي، اردوغان هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه جګړه ودروي او اوربند ټینګ کړي.

د ترکیې ولسمشر دفتر زیاتوي، ولسمشر اردوغان به دکابل او اسلام اباد ترمنځ د اوربند بیا ټینګښت لپاره چې تېرځل هم د ترکیې په نوښت رامنځته شوی و، مرسته وکړي.

تحلیلوونکي وايي، که چېرې ترکیه، د سیمې هېوادونه او اسلامي نړۍ په واقعي مانا وغواړي، کولی شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې نښتې او جګړې پای ته ورسوي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وایي: « تېر ځل هم ترکیې، قطر او سعودي عربستان دا کوششونه کړي وو، خو بیا هم پاکستان د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف، د افغانستان پر حریم تېری وکړ او تر  اوسه ادامه لري. زه باور لرم چې که د سیمې ستر هېوادونه لکه روسیه او چین او اسلامي هېوادونه پر پاکستان فشار راوړي، دا جګړه درولی شي.»

افغان حکومت بیا د افغانستان اوپاکستان ترمنځ د جګړې درېدو لپاره د نورو هېوادونو د منځګړیتوب وړاندیزونو خبره کوي او وايي، مسکو،  بېجینګ، اورپايي ټولنې او انګلستان هم د منځګړیتوب لپاره اړیکې نیولې دي او دوی هم جګړه نه غواړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي: « ځینو هېوادونو، لکه چین، روسیې، بریټانیا او اروپايي ټولنې د جګړې پای ته رسولو لپاره اړیکې نیولې دي. د افغانستان اسلامي امارت هم د جګړې پلوی نه دی.»

کارپوهان په دې باور دي چې د ترکیې منځګړیتوب ستونزه نه شي حل کولی؛ ځکه پاکستان د دې جګړې او افغانستان د ناامنۍ  پروژه له لوېدیځ اخستې. د دوی په اند، یوازینۍ لاره دنړیوالو له لوري پر اسلام اباد فشار دی چې کولی شي پاکستان له خپلو کړنو په شا کړي.

د سیاسي چاروشنونکی توریالی ځاځی وايي: « دا چې د ترکیې ولسمشر رجیب طیب اردوغان ویلي چې غواړي یوځل بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هڅه وکړي، دا به هېڅ ګټه ونه کړي؛ ځکه چې پاکستان د بل هېواد پروژه ده او له هماغو هېوادونو دستور اخلي. تر هغو چې پر پاکستان واکمن هېوادونه ونه غواړي، د جګړې او د پاکستاني تېري به ادامه ولري.»

ځینې نور بیا په دې باور دي چې پاکستان د خپلو اوسنیو کړنو واک نه لري او هغه هېوادونه چې غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه پای ته ورسوي، لومړی دې په دې ځانونونه پوه کړي چې پاکستان سولې او ګاونډيتوب اصولو ته ژمن دی که نه؟

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « تېرځل هم ترکیې او قطر دا هڅه وکړه، مګر د پاکستان د غیر مشروع او غیر ممکن غوښتنو او د پلاوي واک نه لرلو له امله، دا منځګړیتوب ناکام شو. که دا ځل څوک منځنګړیتوب کوي، باید دې ځان پوه کړي چې آیا پاکستان د منځنګړیتوب منلو واک لرې که نه؟»

د افغانستان او پاکستان ترمنځ له روانې جګړې یوه اوونۍ تېریږي. د رسمي شمېرو له مخې، په دې جګړه کې له ۱۵۰ زیات پاکستاني عسکر وژل شوي له ۲۰۰ زیات یې ټپیان دي او همداراز لسګونه پوستې یې د افغان ځواکونو لاسته ورغلې دي.

د دغو تلفاتو په غبرګون کې بیا پاکستاني ځواکونو په راکېټي او هوايي بریدونه کې عام افغانان په نښه کړي چې تر اوسه د ۱۱۰تنو شهیدانېدل، د ۱۲۳ ژوبلېدل، د ۳۷ کورونو بشپړ او د  ۳۱۶ نور نیمه ویجاړېدل، تایید شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist