Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 ترکیې د کابل نړیوال هوايي ډګر امنیت مسوولیت اخیستو ته چمتووالی ښودلی.

admin by admin
2021/06/15

ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي،ترکیه یوازینی د اعتماد وړ هېواد دی،چې افغانستان کې پاتې کیږي.

اردوغان ویلي، هېواد یې کولائ شي، د افغانستان په ثبات کې مهم رول ولوبوي او په دې تړاو به خپل امریکايي سیال جو بایډن سره په بروکسل کې دوه په دوه خبرې وکړي.

 اردوغان زیاته کړه: « ترکي چارواکو په دې اړه چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته انقره د دې هېواد لپاره څه پلانونه لري، خپلو امریکایي همکارانو ته به معلومات ورکړي.»

خو طالبانو بیا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له پوځي شتون  سره مخالفت ښودلی دی.

د امنیت شورا بیا ترکیې ته د کابل هوايي ډګر د امنیت ساتلو په تړاو څه نه وايي،خو زیاتوي،چې افغان حکومت چمتو دی،مسولیت واخلي او د یو شمېر هوايي ډګرونو د مسوولیت چارې ورسپارل شوې دی.

د امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وايي:« له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم د لېږد کمیسیون جوړ شوی، چې تر اوسه یې بېلابېلې کمیټې جوړې کړي. په ملي او نړیواله کچه  هوايي ډګرونو د امنیت خوندیتوب په میدانونو کې د سیستمونو تقویه او انکشاف اوله بهرنیانو څخه د وسایلو او تجهیزاتو سپارل د دوی مسولیت دی،چې تر اوسه پورې یې ځینې پړاوونه بشپړ شوي او کار یې دوام لري.»

د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا له ناټو غواړي،چې د کابل هوايي ډګر د امنیت لګښت دې افغان ځواکونو ته ورکړي، ترڅو په خپله افغانان ترې ساتنه وکړي.

د کابل نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتلو موضوع داسې مهال مطرح کېږي، چې د امریکا او ناټو  ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې دي او نړیوالې ټولنې سره د یاد هوايي ډګر په ګډون کابل کې د بهرنیو سفارت خونو د امنیت په تړاو اندېښنې پيدا شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist