د ترکیې پوځ د چهارشنبې په ورځ د سوریې شمال کې د کردانو خلاف پوځي عملیات پیل کړل.
د امریکا ولسمشر وايي که رجب طیب اردوغان کردانو ته زیان واړوه نو دوی به یې سوداګرۍ ته زیان واړوي.
کردان ډار لري چې په دغو عملیاتو کې به ډير زیان دوی ته ورسیږي او زرګونه کسان به یې پکې له منځه ولاړ شي.
امریکا وايي، د ترکیې د عملیاتو ملاتړ کوي خو داسې نه چې کردانو ته پکې سخته مرګ ژوبله واوړي.
تېره ورځ کردانو د سپینې ماڼۍ مخ ته لاریون هم وکړ او په لاریون کې یې د پولې پر سر عملیاتو ته د کردانو د نسل وژنې نوم ورکړ.











