Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ترکیه کې د پخوانیو سیاسي فعالانو ناسته؛ د ګډونوالو غوښتنې څه وې؟

ترکیه کې د پخوانیو سیاسي فعالانو ناسته؛ د ګډونوالو غوښتنې څه وې؟

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/03

له هېواده بهر د اوسني حکومت د مخالفو جهتونو، سیاسي خوځښتونو او فعالانو د غونډو په دوام، د ترکيې په استانبول ښار کې یو شمېر سیاسي فعالانو او د تېر جمهوري نظام ځېنو چارواکو د بندو دروازو ترشا غونډه کړې.

د  ناستې ګډونوال جعفر مهدوي وایي، د استانبول په غونډه کې هېڅ یوه ګډونوال جګړه او تاوتریخوالی د افغانستان د ستونزو د حل لاره نه ګڼي او د ټولو سیاسي ډلو ترمنځ  د مذاکراتو  پراهمیت ټینګارشوی.

هغه زیاتوي:« افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او په ترکیه کې د خبرو ترسره کول یو تاریخی مسوولیت بولم. زه هیله لرم د اسلامي امارت چارواکي دغه ارزښتناک اسلامي او ملي مسوولیت درک کړي او د ریښتینو خبرو اترو لپاره مناسب او اغېزناک ګامونه پورته کړي. هو!  ویلی شم چې د استانبول په غونډه کې هېڅ یوه ګډونوال جګړه او تاوتریخوالی د افغانستان د ستونزو حل لاره نه ګڼي او د ټولو سیاسي ډلو ترمنځ د صادقانه خبرو پر اهمیت ټینګار کوي.»

د استانبول ناستې د بندو دروازو ترشاه دوه ورځې ادامه لرله او د ملي خبرو او اترو د بهیر لومړۍ ناستې په نوم جوړه شوې وه.

په ناسته کې د افغانستان د روان وضعیت د بیا کتنې او د شته ستونزو له منځه وړلو او سیاسي ثبات ته د رسېدو لپاره د ممکنه حل لارو په اړه بحثونه شوي.

د سیاسي چارو کارپوهان د سياسي ډلو ترمنځ اختلافات او د تاوتريخوالي پالیسۍ تعقیبول حل لار نه بولي او په خبره يې، اوسنۍ ننګونې او شته اختلافونه د سياسی خبرو له لارې د حل وړ دي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر په دې اړه وايي: «هېڅ یوه هغه ناسته او کنفرانس چې له هېواده بهر د بهرنیانو په مرسته یا د هغوی له خوا تنظیم شوې وي، تر اوسه د افغانستان پر ګټه پای ته نه دي رسېدلي. همدارنګه هېڅ یو حکومت چې په بهر کې جوړ شوی یا د بهرنیانو له خوا جوړ شوی، د افغانانو لپاره یې خوشالي نه ده راوړي.»

خو اوس پوښتنه داده چې د استانبول غونډې پایلې به د افغانستان په روان وضعیت څه اغېز ولري؟

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال دغه پوښتنه دا ډول ځوابوي: « د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت غوښتنه کېږي چې د هېواد د اوسنیو واکمنانو په توګه، د افغانستان د خلکو، سیاسي ګوندونو، سیاستوالو، خپلواک شخصیتونو او ټولو ملي او افغاني خوځښتونو لپاره د افغانستان ملي ګټو او دیني ارزښتونو ته په کتو د خبرو اترو زمینه برابره کړي؛ ترڅو ټول سره راټول شي او د افغانستان په بیارغولو کې فعاله ونډه واخلي.»

که څه هم اسلامي امارت د استانبول غونډې او د ګډونوالو د څرګندونو په تړاو څه نه دې ويلي، خو تر دې وړاندې د اسلامي امارت لوړ پوړ چارواکو د هېواد له سیاسي څېرو غوښتي وو چې بېرته هېواد ته راستانه شي او د هېواد په آبادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist