Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ترکمنستان له افغانستان سره پر ګډه پوله پوځي تجهیزات ځای پر ځای کړي

admin by admin
2021/07/12

تر تاجکستان وروسته د منځنۍ اسيا بل جمهوريت ترکمنستان هم له افغانستان سره پر پرته پوله د خپلو پوځيانو شمېر زيات کړی او د هر ډول ممکنه ګواښ د دفع کولو لپاره یې درنې وسلې او الوتکې هم چمتو کړي دي.

افغان حکومت بیا وايي، د ګاونډيانو له اندېښنې خبر دی او په دې تړاو يې له يو شمېر هېوادونو سره خبرې شوي دي.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي:« دوی افغانستان کې له نا امنۍ تشويش لري، زه چې روسيې ته لاړم، روسيې هم له  ناامنۍ څخه اندېښنې شريکې کړې، که دلته نامني زياتېږي،په هغوی هم اغېزه کوي.»

د ګاونډيانو له لورې پر پوله د نظامي قوتونو ډېرښت د هېوادونو مجبوريتونه ګڼل کېږي، خو د سیاسي چارو تحلیل کوونکي بیا وايي، دغه هېوادونه دې له افغان حکومت سره پر ګډه يوه داسې اجماع رامنځته کړي، چې افغانستان او سيمه د ترهګريزو فعاليتونو څخه خوندي کړای شي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی سید عبادلله صادق وايي:« ګاونډيو هېوادونو بايد د امريکايي ځواکونو تر وتلو وړاندې له افغان حکومت او د سيمې هېوادونو سره ګډه اجماع رامنځ ته کړې وای، ترڅو نه له افغانستانه دوی ته او نه له هغوی افغانستان ته ګواښ پېښ شي.»

د روسې په ګډون دافغانستان ګاونډیو تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران سره وروسته له‌ هغې د خپلو پولو په ‌تړاو اندېښنې پیدا شوې، چې د هېواد شمال کې وسله‌ والو طالبانو په ګڼو ولسوالیو ولکه ټینګه کړه او د جګړو پرمهال لسګونه افغان ‌ځواکونه ګاونډي هېواد تاجکستان ته واوښتل.

د سیاسي چارو شنونکې مريم معروف اروين وايي:« له مرکزي اسيا سربېره هغه هېوادونه، چې له افغانستان سره اړیکې لري له اوسني وضعيت اندېښنه لري او بايد دوی د ترهګرو ځپلو په برخه کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي.»

تر دې وړاندې ايران هم له افغان پلاوي او طالبانو سره د تهران دوه ورځنۍ ناسته کې افغانستان سره د خپلې پولې په خوندیتوب اندېښنه ښودلې وه، خو تاجکستان بیا پرخپله پوله ۲۰ زره اضافي سرتطري ځای پرځای کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist