Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ترکمنستان:له افغانستان سره ښه ګاونډیتوب پالو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/05

په هرات کې د ترکمنستان کونسلګرۍ د يوې خبرپاڼې  په خپرولو سره ويلي، يو شمير رسنيو د جنورۍ په درېيمه د افغانستان او ترکمنستان د ګډې پولې په اړه نا اثبات شوي او ناسم راپورونه خپاره کړې دي.

یادې کونسلګرۍ ویلي، هېواد يې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي او خپلې بې طرفۍ ته په کتو د افغانستان سره خپل د ګاونډيتوب او حسن نيت اړيکو ته دوام ورکوي.

خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي، ترکمنستان له افغانستان سره خپل ګډه پوله د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستی پوله بولي او د سرغړونې فکر نه لري.

خبرپاڼه زیاتوي، د دواړو هيوادونو ترمنځ پر ګډه پوله د ارام وضعيت د ساتلو لپاره پیاوړې هوکړه موجوده ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم له ترکمنستان سره پر پوله د شخړې په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم بللي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، له ګاونډي هېواد ترکمنستان سره کومه ستونزه نه شته دی او له ديپلوماتيکو لارو غواړي،دوست هېواد او د نړۍ ټولو هېوادونو سره رغنده او مثبتې اړيکې ولري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist