Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ترابي: هېواد کې ۵۰ سلنه وګړي بهرنيو بشري مرستو ته اړتيا لري

ترابي: هېواد کې ۵۰ سلنه وګړي بهرنيو بشري مرستو ته اړتيا لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/28

په افغانستان کې د بېلابېلو لاملونو پر بنسټ د روانو ناسمو اقتصادي شرايطو له امله، د بېوزلۍ ګراف لا هم بره روان دی.

تازه پېښو سره د مبارزې چمتوالي ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي هم تایيدوي چې د يادو شرايطو له امله نيمايي افغانان نړيوالو بشري مرستو ته جدي اړتيا لري.

ترابي د جګړې زيانونه، طبيعي پېښې او بې ‌روزګاري د ناوړه اقتصادي شرايطو او مرستو ته د افغانانو د اړتيا زياتېدو لوی لاملونه بولي.

هغه په دې اړه وايي: « نو د دوی دا احصائیه زه نه تاییدوم. زه وایم په ۱۰۰ کې ۵۰ خلک خو له شکه وتلي مرستو ته اړتیا لري او دا چې مرستو ته له سیاست سره تړاو ورکوي، دا باید تاسو له دوی پوښتنه وکړئ؛ ځکه چې دوی تړاو ورکوي، موږ خو بار بار ویلي، دا زموږ اداره چې ده بشري دیپلوماسي مخته بیايي، تاسو له سیاست سره  تړاو مه ورکوئ. دا زموږ غوښتنه ده چې له سیاست سره تړاو ورنه کړي.»

ترابي وايي، ناسمو اقتصادي شرايطو ته په کتو، نړيوالو ته په کار ده چې له شرط اېښودلو او سياسي ملاحظاتو پرته له افغانانو سره خپلې مرستې جاري وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې د ښو ګاونډیو نړیوالې موسسې په همکارۍ له ۵۰۰ تنو اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه او د مرستو په وېش کې یې د روڼتیا ډاډ ورکړ.

ترابي وايي: « د نن په پروګرام کې ۵۰۰  راشنه، ۵۰۰  د کابل ښاریانو ته ورکول کېږي، هغه ښاریان چې سېلاب ځپلي دي او موږ یې سروې کړې وه، د موسسې په شمول چې موږ سروې کړې وه.»

د ښو ګاونډیانو نړیوالې موسسې استازی نقیب الله بیا وايي: « هر یوه کس ته ۱۶ قلمه توکي ورکول کېږي چې په کې جامې او د ماشومانو اړوند مواد شامل دي. دا د راتلونکي ژمي لپاره زموږ لومړنی پروګرام دی.»   

له دې سره، مرسته ترلاسه کوونکي وایي، اوږدمهالې بې کارۍ او اقتصادي ستونزو ته په کتو ښايي ترلاسه کړې مرستې تر يوې مياشتې بسنه وکړي.

 دوی له سرپرست حکومته وغوښتل چې په دوامداره توګه يې لاسنيوی وکړي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکې لیدا وايي: « که مرستې زیاتې شي خوشاله کېږو. د افغانستان وضعیت خو دوی خپله ګوري چې څه حال دی او خلک څه ډول روزګار لري. زموږ ښځې او نران د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره د سړک پرمخ ناست دي او شپه ورځ نه پېژني. زه خپله ځم د باندې د خلکو په کورونو کې کار کوم، جامې او فرشونه مینځم ترڅو یوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړم. که مرستې له دې زیاتې شي، دعا به ورته وکړم.»

د کابل ښار اوسېدونکی اسدالله وايي: « داسې ده چې د یوې اوونۍ، دوو اونیو یا درېیو اونیو لپاره ده. دولت دې کوشش وکړي څوک چې مرسته کوي، نو زموږ زېربناوې دې جوړې کړي، موږ ته کارخونې جوړې کړي.»

له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې چارواکي له افغانستان سره د نړیوالو په مرستو کې  د سرپرست حکومت لاسوهنه ردوي او وایي، اسلامي امارت په شفافه توګه اړمنو ته د يادو مرستو د رسېدو زمينه برابروي.

له دې وړاندې ملګرو ملتونو په يوه راپور کې ويلي و چې دامهال شاوخوا ۲۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او دا شمېرې ښيي چې له نيمايي ډېر افغانان بشري مرستو ته اړ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist