Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ترابي: د نجونو زده کړې، کار او ټولشموله حکومت د دوحې هوکړه کې نه دي مطرح شوي

ترابي: د نجونو زده کړې، کار او ټولشموله حکومت د دوحې هوکړه کې نه دي مطرح شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/19

له نږدې څلورو کلونو وروسته روسیه لومړنی هېواد شو چې د اسلامي امارت حکومت یې پر رسمېت وپېژانده.

 دا پرېکړه اصولا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خوا شوې.

طبیعي پېښو ته رسېدو او چمتووالي ملي ادارې سرپرست له شمشاد سره په ځانګړې مرکه کې د مسکو دغه اقدام ته په اشارې پر نړیوالې ټولنې نیوکه وکړه چې د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو موضوع دې د ښځو له کار او د حکومت له جوړښت سره نه غوټه کوي.

ملا نورالدین ترابي وايي، د نجونو زده کړې او د ښځو کار، ټولشموله حکومت جوړېدل د دوحې مذاکراتو پرمهال نه دي مطرح شوي او په خبره یې، د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو د حکومتونو جوړښت ته په کتو، د افغانستان سرپرست حکومت کابینه له ټولو قومونو جوړه او ټولګډونه ده.

ترابي په دې اړه وايي: « دوی د ښځو تعلیم را وړاندې کوي، سره له دې چې دا موضوع څو میاشتې وروسته یاده شوه. کله چې نړۍ کې انقلاب راشي، په دویمه او درېیمه ورځ پېژندل کېږي. موږ وایو چې د ښځو د تعلیم خبره خو څو میاشتې وروسته یاده شوه، هلته یې ولې نه پېژندلو؟ که دوی دا وايي چې حکومت عام شموله نه دی، نو موږ سره خو ازبېک، تاجیک، بلوڅ او نور ټول راسره دي. په امریکا، پاکستان او نورو ځایونو کې انتخابات کېږي او ګټونکی ټیم خپله کابینه جوړوي او د خپلې خوښې کسان په کې راولي. همدومره ټولشمولیت خو په موږ کې هم شته.»

که څه هم له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې د سیمې او نړۍ هېوادونو په کراتو له اسلامي امارت د ټولګډونه حکومت جوړېدو، له نشه یي توکو او ترهګرۍ سره مبارزې، ښځو ته کار او نجونو ته د زده کړو موضوعات مطرح کړي،  خو دا لوړ پوړی چارواکی یاد موارد د افغانستان کورني مسايل بولي او له نورو هېوادونو غواړي چې د افغانستان په چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.

ترابي وایي، سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو ټول معیارونه پوره کړي او په خبره یې، اسلامي‌امارت هڅه کوي لوېدیځ هېوادونه یې هم پر رسمېت وپېژني.

ملا نورالدین ترابي په دې اړه وايي: « موږ د رسمیت لپاره کوشش کوو، ترڅو له هر چا سره تعلقات او خبرې ولرو، خو زه دوی ته وایم چې د حل لاره دا نه ده، بلکې دا ده چې راشه درشه او تعاملات پيل شي، مشکلات به خپله حل شي.»

ملا نورالدین ترابي د دوحې هوکړه لیک په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وايي، یاده هوکړه کې په ملي او اسلامي ارزښتونو هېڅ ډول سازش یا معامله نه ده شوې.

نوموړي زیاته کړه، د ملګرو ملتونو له تور نوملړه د سرپرست حکومت د چارواکو د نومونو ایستل د دې هوکړه لیک له مهمو مواردو څخه وو چې تراوسه نه دي عملي شوي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو او چمتووالي ملي ادارې سرپرست وايي: « محرمې مادې نه شته بلکې ټولې مادې له رسنیو سره شریکې شوې دي، تاسو یې خپله وګورئ چې دا په کې شته که نه.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان سرپرست حکومت او امریکا یو بل د دوحې هوکړې پر نقض تورن کړي، خو د اسلامي امارت دغه چارواکی وایي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتل، د افغانستان ترمنځ د خبرو پیلېدل، دایمي اوربند او د امریکا پر ضد د افغانستان د خاورې نه کارول د دوحې هوکړه لیک اصلي محورونه دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist