Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تخار کې ۹ تنه غیر مسوول وسله وال د طالبانو په کمین کې وژل شوي.

admin by admin
2021/06/05

د تخار بنګي ولسوالۍ په شینوارو کلې کې ۹ تنه غیرمسوول وسله وال د طالبانو په کمین کې وژل شوي او ګڼ نور یې ټپیان دي.

د دغه برید په غبرګون کې د غیر مسوول وسله والو قومندان حاجي فتیح بیا د شینوارو کلي شااوخوا شل تنه قومي مشران او ځوانان نیولي، وهلي او په نامالوم لور بیولي دي.

د شینوارو اوسېدونکي وایي، فتیح غیرمسوول وسله وال دی، خو د تخار ملي امنیت ریاست ملاتړ له ځان سره لري.

دوی وایي، فتیح د کندز تخار پر لویه لار د چشمه بنګي سیمه کې پاټک لري او د هر موټر څخه په زور پیسې اخلي، پښتانه مشران او ځوانان پرته له کوم جرم د طالب په نوم له موټر کښته کوي، شخصي زندانو ته یې اچوي او آن ډېری پښتانه یې وژلي هم دي.

خلک د تخار له چارواکو غواړي،چې د دغه غیرمسوول وسله وال مخه ونیسي.

د تخار والي ویاند حامد مبارز وایي، فتیح دا مهال د حکوکت په چوکاټ کې د تخار ملي امنیت ریاست سره ثبت دی، خو دا چې خلک ترې شکایت کوي، حکومت په دې تړاو کار کوي، تر څو د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.

مبارز وایي، پرون شپه وسله والو طالبانو د فتیح کسانو ته کمین نیولی وه، یو شمېر کسان یې وژلي، خو دا چې فتیح بیا عام خلک ګروګان نیولي، حکومت ورسره خبرې پیل کړي او د نیول شویو خوشې کېدو لپاره هڅې روانې دي.

طالبانو بیا په دې اړه تر اوسه پورې رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کډوالو سترې کمېشنرۍ پاکستان کې د افغان کډوالو روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې
افغانستان

پاکستان د افغان کډوالو د جبري اخراج نوی پړاو پیل کړ

نوومبر 2, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist