Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/16

د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ اړوند هغه کلي ته روان یو چې د تابان په نوم یوه مېرمن او اووه کلن زوی یې د خاوند له لوري له شاوخوا اووو کالو راهیسې په کورني زندان کې شپې سبا کوي.

د دې کورني بند تر شا اصلي کیسه دا ده چې د بندي کړې ښځې خاوند دویم واده هم لري او ویل کېږي چې د کورني تاوتریخوالي له امله یې لومړۍ مېرمن بندي کړې ده.

د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ امنیه قومنداني وایي، د پېښې په تړوا شکمن کس نیول شوی چې له پلټنو وروسته به یې د قانون منګولوته وسپاري.

د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ امنیه قومندان نظام الدین نظامي وايي: « اووه کاله کېږي چې د تابان په نوم دا ښځه په همدې کوټه کې بندي ده. دا داسې یوځای دی چې حیوان هم په کې بند کړي، ګوزاره نه شي کولی. له یوې کوچنۍ کړکۍ څخه ډوډۍ وراچوي، بیا یې دا زوی هم چې د کاکا کره و، هغه یې هم راوستی او له مور سره بندي کړی.  موږ دا ښځه او ماشوم وژغورل او د هغې خاوند مو ونیو او محکمې ته مو تسلیم کړ.»

په ورته مهال، د سیمې اوسېدونکي بیا دا پېښه ستر وحشت بولي او عامیلینو ته یې د قانون په رڼا کې د سزا ورکولو غوښتنه کوي.

د سیمې اوسېدونکی بواخان وايي: « له دویمې نکاح وروسته اووه کاله د تابان ګل په نوم دا ښځه دلته بندي کړې وه. دویمې ښځې  یې د مېړه په وسیله دا لومړۍ ښځې زنداني کړې ده. موږ د اسلامي امارت چارواکو ته وایو چې د قضیې اصلي لامل دویمه ښځه ده چې باید ویې نیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.»

د سیمې اوسېدونکی وايي: « دا هېڅ انسانیت نه دی چې پر یوه مظلوم کس دې دومره ظلم وشي. د دې قضیې اصلي لامل دویمه ښځه ده چې باید سزا ورکړل شي.»

تابان او ماشوم زوی یې اوس تر درملنې لاندي دي. هغوی له ژغورنې وروسته د رستاق ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي، ترڅو درملنه او اړین روغتیايي خدمات ورته وړاندې شي.

ډاکټران وایي لومړني خدمات ورته وړاندې شوي، خو وايي چې د سختو شکنجو له امله په روحي او رواني ناروغیو اخته شوي او باید مجهزو روغتونونو ته ولېږدول شي.

د رستاق ولسوالۍ روغتون کې ډاکټر احسان الله نوري وايي: « رو غتون کې ورته لومړني خدمات وړاندې شوي، خو صدمه یې لیدلې او باید مجهز روغتون ته ولېږدول شي. موږ تابان او خلیل احمد ته تر خپلې وسې خدمات وړاندې کړل. تابان په رواني ناروغۍ اخته ده او زوی یې خلیل احمد په شدیده خوارځواکۍ اخته دی. باید مرکز ته ولېږدول شي، ترڅو یې اساسي درملنه وشي.»

د تخار ولایت امنیه قومندانۍ له ولسونو غوښتنه کړې چې له داسې شکمنو قضیو سره د مخ کېدو پر مهال دې امنیتي اورګانونو سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کورني زندان ورته څو پېښو ته رسېدنه شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist