Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تحلیل کوونکي: لوېدیځ هڅه کوي د ملي مذاکراتو په نوم د خپلې خوښې څیرې د افغانستان په حکومت کې ځای پرځای کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/26

د امریکا متحده ایالتو په ګډون د ګڼ شمیر لوېدیځو هېوادونو ځانګړو استازو په یوه ناسته کې ټینګار کړی دی،چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره باید ملي مذاکرات پیل شي او ټولشموله حکومت دې رامنځ ته شي. 

خو د  سیاسي چارو کارپوهان د لویدیځ دغه وړاندیز د افغانانو پر ګټه نه بولي  او وايي، دوی هڅه کوي،چې  د ټول  شموله حکومت او ملي مذاکراتو په نوم ځان ته نږدې او باوري څیرې چې اوس له افغانستانه وتلي دي،د افغانستان دولت کې بېرته شاملې کړي.

دوی وایي، د دې لپاره چې د لوېدیځو هېوادونو د دغې دسیسې مخه ونیول شي، د لویې جرګې پر رابللو ټینګار کوي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی سید بلال فاطمي وايي:« کوم  وړاندیز،چې غربیان کوي،هغه  د منلو وړ نه دی، ځکه هغوی هڅه کوي،چې خپل لاس پوڅي په حکومت کې ځای پرځای کړي. د دې لپاره یوه لار داده،چې باید لویه جرګه راوبلل شي.» 

ځینې بیا وايي، د نړیوالو د دغو خبرو موخه داده،چې داسې حکومت دې رامنځ ته شي،چې ټولې پرګنې پکې ځای ولري، د ولس له مشروعیته برخمن وي او اساسي قانون دې هم ولري. 

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« د دې مطلب د ملي سیاسي اجماع په نتیجه کې حکومت رامنځ ته کول دي،په دې مانا چې په حکومت کې ټول افغان قشرونه، قومونه او مذاهب هغه شامل دي، په دولتونو کې د ملي مشروعیت مسله ده،په دې مانا چې ملت تاسو ومني، د ملت د منلو لپاره په افغانستان کې لویې جرګې رابلل شوي دي.» 

د سیاسي چارو فعال کمال ناصر اصولي بیا وايي،پر نړیواله کچه افغانستان له یوه  بد نازک سیاسي وضیعت سره مخ دی او اړینه ده،چې په دې شرایطو کې نړۍ له افغانانو سره مرسته وکړي.

اصولي وايي، غوښتنه یې دا ده،چې نړۍ باید د یوه مرکزي مقتدر مشروع دولت د جوړښت لپاره کار وکړي، نه داسې چې په دې نوم دې پخواني جنګسالاران او زورواکي بېرته نظام کې شامل کړي،چې دا له افغان ولس سره جفا ده. 

هغه زیاته کړه:« افغانستان په یوه نازک حالت کې  دی او نړۍ باید افغانانو ته د مرستې لاس ورکړي. یو مقتدر مرکزي دولت  باید پیاوړی او جوړ شي، د دغه دولت جوړښت ته نباید د ټول شموله نوم ورکړل شي او نه هم د پخواني جنګسالارانو او هغو کسانو چې په افغانستان کې یې له  زوره کار اخیستی،له هغوی سره خبرو ته د لار خلاصیدو لپاره وي، برعکس باید فعلي سرپرست دولت باید د ولس منلي دولت  دروازې خلاصي شي، نه د ټول شموله په نوم باندې له  جنګسالارانو سره.» 

اسلامي امارت بیا له وړاندې اعلان کړی دی،چې ټول هغه پخواني افغان سیاسیون او چارواکي چې اوس له هېواده بهر دي کولی شي،خپلو کورونو ته راستانه شي، امنیت به یې خوندي وي،خو په حکومت کې ورته ځای نه شي ورکولی او نه هم په دغه برخه کې د چا غوښتنې مني.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist