Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تحلیل کوونکي: د سیمې او نړۍ هېوادونه د امریکا له خوښې پرته مرستې نه وېشي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/01

د افغانستان په اړه د مسکو فارمت او د ایران پر کوربتوب د سیمې پر کچه وروستۍ ناستې مهمه بلل شوي او همدا راز د جینوا په ناسته چې له افغانستان سره په کې څه باندې یو میلیارد ډالر بشري مرسته اعلان شوې، خو تر اوسه پوررې  د دې مرستو عملي بهیر نه دی پيل شوی.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي په دې باور دي چې د سیمې او نړۍ هېوادونه د امریکا له خوښې پرته دغه مرستې نه ویشي.

تحلیل کوونکی عبدالصادق حمیدزوی وايي: «دا داسې هېوادونه دي چې د امریکا متحدین دي او همنظري یې دي. زما په اند د امریکا خوښې او اشارې ته به ګوري او له هغې سره سم به مزل کوي.»

ځنې بیا په دې باور دي، تر څو د مرستندویه هېوادونو غوښتنو ته درناوی نه وي شوی او ونه منل شي، له شرطونه پرته مرستندویه هېوادونه یوازې ژمنې اعلانوي، خو خپلو موخو ته تر رسېدو مخکې یې نه ویشي.

دوی وایي، اسلامي امارت باید د خپلو غوښتنو په اړه له نړۍ سره جوړ جاړی وکړي او له هغې وروسته به مرستندویه هېوادونه بې شرطه مرستې وکړي.

تحلیل کوونکی هدایت شینواری وايي: «تر څو چې د مرسته کوونکو هېوادونو غوښتنو ته درناوی نه وي شوی، د شرطونو پرته به مرستندویه هېوادونه یوازې ژمنې کوي او بیا د خپلو غوښتنو منلو ته طالبان اړ باسي.»

بل پلو د مرستو د وېش برخه کې هم اندېښنې شته دی، چې عدالت په پام کې نه نیول کېږي او د لسو په ځای سل حساب  کېږي.

تحلیل کوونکي د دې مرستو مدیریت او برابر ویش لپاره وړاندیز کوي، چې اسلامي امارت دې یو کمېسیون جوړ کړي.

تحلیل کوونکی هاتف مختاروايي: «هرهغه مرسته چې د جي ۲۰ له طرفه کېږي، د افغانستان اسلامي امارت ته دې ورکول شي او که دا کار نه کوي، نو حد اقل د اسلامي امارت تر څار لاندې دې ووېشل شي، که نه دا پیسې به هم د پخوا په څېر حیف و میل شي.»

بریتانیا چې تېرې سپتمبر مياشت کې یې له افغانستان سره د ۳۹۱ ميليونه ډالرو مرستې اعلان وکړ، له دې برخې ۶۹ میلیونه ډالره د اوس لپاره ملګرو ملتونو ته سپاري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist