Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تحلیل کوونکي: د سفارتونو بیا پرانېستل کېدل د افغانستان پر ګټه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/24

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وايي، هغو هېوادونو چې د اسلامي امارت له راتګ سره یې په کابل کې سفارتونه تړلي وو او اوس یې بېرته پرانیزي،له دیپلوتیک اړخه د افغانستان پر ګټه دي.

دوی وايي، د اړیکو اصل دوه اړخېزه دی،خو په اوسنیو شرایطو کې چې افغانستان په یوه نړیواله انزوا کې دی، په کابل کې تړل شویو سفارتونو بیا پرانیسته اړین کار دی،خو په راتلونکي کې باید دغه هېوادونه د افغانستان سفارتونه هم په خپله خاوره کې ومني.

تحلیل کوونکی حکمت الله حکمت وايي:« د نړیوالو اړیکو اصل دا دی،چې دا اړیکې باید دوه طرفه وي،د حکومتونو پر کچه د ملتونو پر کچه باندې، د اوس لپاره افغانستان اړتیا لري،چې د نړۍ ځېنې هېوادونه خپلې استازولۍ په کابل کې پرانیزي او فعالیت شروع کړي،خو په راتلونکي کې هېله داده،چې افغان لوری د دې جوګه شي،چې خپلې سیاسي نماینده ګۍ په دغو هېوادونو کې فعاله کړي،ترڅو افغانستان نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي.»

پرون یو شمېر عربي رسنیو راپور ورکړی،چې  د سعودي چارواکو پرېکړه کړې،چې په کابل کې یو ځل بیا خپل سیاسي دفتر پرانیزي او په نږدې راتلونکي کې به پرې اقدام وکړي یو شمېر نور تحلیل کوونکي بیا په دې باوردي،چې د سفارتونو یو اړخېزه پرانېسته د رسمیت پیژندنې په مانا نه ده او دغه هېوادونه په افغانستان کې خپلې موخې لري او د افغانستان د وضعیت ارزونې او څار په موخه خپلې  سیاسي استازولۍ پرانیزي.

تحلیل کوونکی عزیز معارج وايي:«د بهرنیو سفارتونو بیا پرانېستل په کابل کې به دې مانا نه دي،چې افغانستان دوی په رسمیت پیژني او یا هم دلته قوي دیپلوماتیکې اړیکې موجودې دي دا یواړخیزې اړیکې دي. دوي یوازې د خپلو اهدافو لپاره چې له اوضاع ځان خبر کړي او په مسایلو کې د خیل واوسي،خپل سفارتونه په کابل کې پرانیزي،خو یوه امیدواري یې داده،چې په راتلونکې دوی افغانستان یوازې نه پریږدي او ان یې په رسمیت پیژني.»

د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني وايي، د یپلوماتیکو اړیکو لمن یې دپراخیدو په حال کې ده او په کابل کې دتړل شویو سفارتونو دپرله پسې بیا پرانیسته له نړۍ سره دسیاسي اړیکو دټینګښت ښه پیلامه ده.

سمنګاني  زیاته کړه:«له نړۍ سره د افغانستان دیپلوماتیک روابط د هرې ورځې په تیرېدو سره ښه او پراخه کېږي. همدا اوس دیارلس هېوادونه په مستقیم ډول افغانستان کې دیپلوماتیک حضور لري او سفارتونه او استازولۍ یې فعالې دي او ځينې مهم عربي او اروپايي هېوادونه چمتوالي نیسي،چې له افغانستان سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې له سره پیل کړي.اسلامي امارت د دیپلوماتیکو اړیکو دغه پراختیا  د افغانتسان او  نړۍ ترمنځ د رسمي تعامل د پیل لپاره ښه پیلامه ګڼي.»

دوه ورځې وړاندې متحده عربي  اماراتو هم په کابل کې خپله سیاسي نماینده ګۍ پرانیسته، چې له دې سره دیارلس هېوادونه په کابل کې سفارتونه لري او فعالیت کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist