Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تحلیل کوونکي: د افغانستان په اړه د نړۍ اوسنۍ تګلارې دوام به ګواښوونکې پایلې ولري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/06

د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي وايي، که نړۍ د افغانستان پر وړاندې خپلې اوسنۍ تګلارې ته چې سیاسي او اقتصادي بندیزونه دي دوام ورکړي، نه یوزاې افغان ولس به وځپي، بلکې د دوی لپاره هم ګواښوونکی زنګ کېدی شي.

د وی وايي، نړیوال باید خپل اوسنی دریځ بدل کړي او له افغانستانه خپلې دیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې له سره ونیسي .

د ولسي جرګې پخوانی غړی کمال ناصر اصولي وايي:« نړۍ باید افغانان یرغمل نه کړي،په هرډول چې کېږي،دافغانستان فعلي نظام دې د افغانانو لپاره ژر تر ژره پر رسمیت وپیژني، ترڅو موږ وکولای شوو،له نړۍ سره خپلو اقتصادي اړیکو ته دوام ورکړو او له غربت ووځو.»

ځینې بیا په دې باور دي،چې هغه مهال د نړیوالو اوسنی دریځ د افغانستان لپاره ستونزه جوړه وي،چې ورځې بلې ته دا نزوا پر لور روان وي او هغه مهال که د نړۍ لپاره پر ګواښ هم بدل شي، نو نړیوال به  د خپلو اصولو پر اساس ورسره تعامل وکړي او د حل لار به یې راوباسي. 

تحلیل کوونکی طارق فرهادي وايي:« هغه مهال د افغانستان لپاره ګواښ جوړېدای شي،چې ورځې بلې ته  په نړیواله ټولنه کې منزوي شي او هغه مهال کې افغانستان د نړۍ لپاره ګواښ هم وي،خو نړۍ به یې د خپلو اصولو پر اساس حل کوي او د افغانانو خبرې نه اوري ،ځکه نو له نړۍ سره په دغه برخه خبرې کول اړین دي.»

اسلامي امارت له وړاندې  ګاونډ، سیمې او نړۍ ته ډاډ ورکړی،چې هېڅ کله به له افغانستانه دوی ته ګواښ پیښه نه شي او په دې تړاو دې هېڅ نږدې  او لرې هېواد اندیښنه نه کوي.

له هغې وروسته  چې د جمهوریت سقوط او د اسلامي امارت واک ته ورسېد، د نړۍ یو شمیر مهمو هېوادونو له افغانستان سره خپلې هر ډول اړیکې پرې کړي او وېره یې دا ده،چې له افغانستانه به ورته ګواښ پیښ شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist