Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تحلیل کوونکي: د اساسي او وضعي قوانيونو شتون ټولنیزه اړتیا ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/06

د افغانستان اسلامي امارت عدليې وزارت هغې پريکړې،چې په هېواد کې  د سياسي ګوندونو شتون ته اړتيا نشته دی،د سياسي برخې فعالان انديښمن کړې دي.

 د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي په دې باور دي،چې پر حکومت د سياسي ازادۍ محدودول د نړۍ پر وړاندې د اسلامي امارات سياسي باور زيانمنولای شي او اړتيا ده،چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې دې سياسي ګوندونو ته د  فعاليت حق ورکړل شي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی شهسوار سنګروال وايي:« د اساسي قانون په رڼا کې د ګوندونو شتون ضرور دی. همدغسې به افغانستان کې اساسي قانون جوړيږي،باید سياسي ګوندونو ته په کې خپل ځای ولري،ځکه همدغه سياسي ګوندونه دي،چې په دولت انتقاد کوي، البته سالم انتقاد،چې هغه د ملي ارزښتونو په رڼا کې وي.» 

سنګروال د اسلامي نړۍ په هېوادونو کې د سياسي ګوندونو شتون او فعاليت  خورا پخوانی او د تیرې يوې پیړي لاسته راوړنه ګڼي.

هغه زیاته کړه:« له نن يو پیړۍ وړاندې يعني په ۱۹۲۳ کال کې په مصر کې لومړي فواد اساسي قانون  راوويسته، په هغه کې ګوندونو ته هم ځاې ورکړل شوی وو،چې پدغو ګوندونه به يو پارک ته تله او هلته به يې په دولت انتقادونه کول او دولتي پلاوی به هم هلته ورته  او د هغوی وړانديزونه او انتقادونه به يې راخېستل.» 

یو شمېر نور بیا په هېواد کې د اساسي او نورو وضعي قوانيونو شتون ټولنيزه اړتيا يادوي او د ملي مشارکت او ټولنیز ستونزو حل لپاره  یې خورا مهم عمل ګڼي. 

د سیاسي چارو شنونکی شير حسن حسن وايي:« د عدليي وزارت له څرګندونو داسې ښکاري،چې د اسلامي امارت ځيني چارواکي ټولنيز ضرورتونه نه احساسوي او ديته  متوجي نه دي، اساسي قانون او د سياسي ګوندونو موجوديت حوس نه دی. دا هغه ټولنیز ضرورت دی،چې ټولنیز نظم جوړوي.» 

بل پلو د سیاسي چارو تحلیل کوونکی حکمت الله حکمت بیا وايي،  حکومت دې د ولس لومړيتونه درک کړي او د قوانيونو نه جوړيدو په پریکړه دې له سره غور وکړي.

هغه زیاته کړه:«چېرته چې اساسي قانون نه وي،نور قوانين نه وي،چيرته چې سياسي ګوندونه د فعاليت ازادي ونه لري، چيرې چې مدنې ټولنې، رسنۍ او د ښځو جنبش خپلې ازادي ونه لري،د ځنګل د قانون حيثيت لري. افغانان په ۲۱ پیړۍ کې په ځنګل کې ژوند کول نه غواړي، تغير ته تلونکې يوو او حتمي تلوونکې يوو.» 

د ويلو ده،چې  وړمه ورځ د عدليي وزارت د يوه کنفرانس پر مهال وویل،تراوسه يې د اساسي قانون د جوړيدو په طرحه کار نه دی کړی او  ټولې چارې د حنفي فقهي پر اساس پر مخ وړي او د اساسي قانون د جوړلو پريکړه د امير المومنين په صلاحيت کې ده. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist