Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تحلیل کوونکي: امریکا د طالبانو پرځای د افغانستان په اړه د سیمې له هېوادونو سره خبرې پیل کړي

admin by admin
2021/10/07

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې مرستیالې وېنډي شرمېن چې د منځني ختیځ او سیمې هېوادونو په سفر راوتلې ده،هند کې یې د افغانستان په تړاو له هندي چارواکو سره خبرې اترې کړي دي.

تمه ده،چې وېنډي شرمېن به په اسلام اباد کې د افغانستان په مسله باندې له پاکستاني چارواکو سره هم وویني.

د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي وایي،د امریکایانو او د سیمې هېوادونو ترمنځ خبرې یو معمول دی،چې نور هېوادونه یې هم کوي،خو د طالبانو او امریکایانو مسولیتونه د دوحې د تړون پر بنیا دي،چې یو بل ته مسوول دي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی صیفت ساپی  وايي:« له نورو هېوادونو سره د امریکا خبرې یوه طبعي او معمول خبره ده،ډېری هېوادونه دا کار کوي. د طالبانو او امریکا اړیکې د دوحې تړون پر بنیاد تنظیم شوي،دواړه لوري یو د بل پر وړاندې د دې تړون پر اساس مسوول دي. پوښتنه دا ده،چې له طالبانو سره د امریکا اړیکې وروسته د دې ډلې له واکمنېدو په کومه کچه کې دي،خو هغه څه چې روښانه دي،هغه سفارتي اړیکې دي،چې نه شته.»

تحلیل کوونکي وايي، امریکایانو دوحه کې ټول نړیوال اړخونه،چې په افغانستان کې یې اغیز محسوس کېږي، طالبانو سره کېنول،خو اوس د خبرو چینل د سیمې له هېوادونو سره دي او طالبانو سره کوم مذاکرات نه کېږي. 

دوی وايي، تمه کېږي،چې د امریکا او طالبانو ترمنځ به اړیکې په ډیپلوماټیکه برخه کې په دې حال پاتې نه شي،چې ناسمې او بې باوره ښکاري.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی  عبدالستار سعادت  وايي:« مخکې هم د طالبانو او امریکا اړیکه د مذاکرې او سولې په اړه له هغې نه مخکې د بندیانو بحث ورسره شوی دی. بیا د دوی د اخراج مسله ورسره شوې، نور له دې اخوا د طالبانو او امریکا داسې اړیکې نه وې. له دې نه وروسته دا فرق کوي، اوس چې هغه امریکایي اتباع پاتې دي او همدا راز د بشرحقونو په برخه کې اړیکې شته. اما تمه دا ده،چې دا اړیکې به ډیپلوماټیکو برخو کې غښتلې شي.»

داسې باور کېږي،چې امریکا د سیمې له هېوادونو سره د خبرو له لارې غواړي،د طالبانو په اړه جاج واخلي،چې څنګه کېدای شي،د اسلامي امارت حکومت د نړیوالو له لوري پر رسمیت وپېژندل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist