Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تحلیل کوونکي: امریکا د دوحې تړون کې د خپلو کړو ژمنو برعکس روانه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/02

له هغې وروسته چې په کابل کې د امریکا له متحده ایالتو سره د اسلامي امارت د دوحې تړون، چې له مخې یې ټولو بهرنیانو افغانستان پریښود دویمه کالیزه ونمانځل شوه،دا نیوکې راپورته شوې،چې د  امریکا متحده ایالتو په  دوحه کې پرخپلو لیکلو تعهداتو عمل نه دی کړی. 

د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي وايي، په تېرو دوه کلونوکې امریکا نه یوازې دا چې د دوحې تړون عملي کېدو په برخه کې څه نه دي کړي،بلکې په دغې هوکړه کې یې خپلې کړې ژمنې هیرې کړي.

د دوی په باور، امریکایان دوحې تړون ته ژمن پاتې نه دي،بلکې د افغانستان له نوي نظام سره یې په سیاسي او اقتصادي برخو کې دښمني پیل کړې.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی سید بلال فاطمي وايي:« مخالف قطب په خپلو ژمنو نه دی ودرېدلی.د توافقنامې په یوې مادې هم عمل نه دی کړی، د قواوو اېستلو ترڅنګ ټول ډیپلوماتان یې له افغانستانه واېستل. پر افغانستان یې بندیزونه وضع کړل.د افغانستان شتمنۍ یې کنګل کړې،تورلیستونه یې په خپل ځای پریښي دي .همدا راز پر طالبانو تورونه پورې کوي،چې له ترهګرۍ سره مبارزه نه کوي او افغانستان به بیا د ترهګرۍ پرځاله بدل شي.» 

ځینې بیا په دې باور دي،چې د دوحې هوکړې یوازې هغه برخې عملي شوي،چې د امریکا متحده ایالتو ګټې  په کې نغښتې وې او هغه برخه چې یې د افغانستان پر ګټه وه،نه ده عملې شوې. 

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ وايي:« د دوحې توافقنامې نور ضمایم هم درلودل،چې په سیمه کې د امریکا ګټې او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې د طالبانو جګړه هغه څه  دي،چې کله کله طالبان او امریکایان په دوحه کې پرې خبرې کوي،خو د توافق نامې هغه څه،چې د افغانستان لپاره ګټور ول، نه دي عملي شوي.» 

اخوا د افغانستان اسلامي امارت  دامر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي بیا وايي، سره د دغو ټولو ستونزو،چې  د امریکا متحده ایالتو  او متحدینو یې د افغانستان د نوي نظام پر وړاندې زیږولي،بیا هم اسلامي امارت له نړیوالو سره تعامل ته چمتو دی. 

حنفي  زیاته کړه:« نړیوالو سره د تعامل درس موږ ته اسلام راکړی دی او تعامل د غلامۍ په مانا نه دی.» 

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو پخواني استازي زلمي خلیل زاد په خپلو تازه خبرو کې بیا ویلي، د امریکا متحده ایالت او اسلامي امارت هوکړه سیاسي تعامل ته د رسېدو لپاره جمهوریت او اسلامي امارت ته ښه فرصت په لاس کې ورکړی وه، خو دواړو لوریو ترې ګټه پورته نه کړه. 

خلیل زاد زیاته کړې:« زما په نظر دواړو لوریو ته د امریکا او طالبانو موافقتنامه د افغانستان د راتلونکې لپاره د تفاهم او سیاسي فورمولو لپاره  یو غټ فرصت رامنځ ته کړ، خو دواړه لوریو له دغه فرصته ګټه وانخېستله.»

هغه مهال،چې په قطر کې د اسلامی امارت او امریکا متحده ایالتو ترمنځ هوکړه شوې وه، بیا هم د  امریکا متحده ایالتو  د جمهوریت له چارواکو د اسلامي امارت  پروړاندې د جګړې هېله درلوده. 

زلمي خلیل زاد ویلي، جمهوریت کولای شول،چې د اوکراین پر څير مقاومت کړی وای. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist