Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تحلیل کوونکي:افغانستان کې د داعش او القاعده اندېښنې پر طالبانو  د فشارونو لپاره دي

admin by admin
2021/09/16

 د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي وایي، د امریکا او نړیوالې ټولنې دا څرګندونې چې دغه ډلې به بیا فعالیت پيل کړي، د اوس لپاره یوه بې ځایه اندېښنه ده.

دوی وایي،طالبانو د القاعده لپاره خپل حکومت له لاسه ورکړ او داعش سره یې مبارزه او جګړه د دې ښکارندویي کو،چې نور به له افغانستان څخه چاته ګواښ نه وي.

 د سیاسي چارو تحلیل کوونکی شفیع اعظم شنونکی وايي:« د داعش او القاعده انديښنې راپورته کول،د حقیقت پرځای سیاسي ملاحظات او فشارونه ښکاري،طالبانو په هغه وخت کې د امریکا او ناټو د فشار لاندې وه،حکومت سره په جګړه کې وه، له داعش یې ټوله عراضي ونیوله.  د القاعده لپاره د طالبانو ټوله پاچاهي تېرځل ړنګه شوه،اوس چې دوی کوم تعهدات نړیوالو او اروپایي ټولنې سره لري، نه یوازې د ژمنتیا پراساس چاته ګواښ نه پیښیږي.»

اخوا یو شمېر بیا پر امریکا او نړیوالې ټولنې نیوکه کوي،چې په سیمه کې یې د دې ډلې د له منځه وړو لپاره کار ونه کړ او اوسنۍ اندېښنې یې بې ځایه دي،چې ګواکې دا ډلې به افغانستان کې بیا فعالې شي.

 د  سیاسي چارو تحلیل کوونکی توریالی ځاځی وايي:«د داعش او نورو ترهګرزیزو ډلو په هلکه اندېښنې بې ځایه دي که دوی غوښتل چې دا اندېښنې له منځه تللی وای دوی باید لومړی په سیمه کې د ترهګرو ډلې له منځه وړې وای هلته به پرې باور کېدای شو.»

خو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په خپل لومړني خبري کنفرانس کې یو ځل بیا نړیوالو ته ډاډ ورکړ،چې له افغانستان څخه به چاته ګواښ نه وي.

متقي وايي:« موږ ټولو ته ډاډ ورکوو،چې له افغانستان څخه به چاته ګواښ نه وي،خو له نورو هم غواړو،چې افغانستان کې لاسوهنې ونه کړي.»

د امریکا د سې ای ای مرستیال هم ویلي دي،چې القاعده یو یا دوه کالو کې د افغانستان له خاورې امریکا ته ګواښ پېښولی شي او د دې شبکې غړي دا مهال افغانستان کې د ځای موندلو په لټه کې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist