Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تازه راستانه شوي کډوال: د پاکستان پولیس له کډوالو قېمتي توکي او پيسې غلا کوي

تازه راستانه شوي کډوال: د پاکستان پولیس له کډوالو قېمتي توکي او پيسې غلا کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/25

۶۰ کلن محمد نادر په پاکستان کې له کلونو کډوالۍ وروسته تازه هېواد ته راستون شوی.

د ده په خبره، هلته پاکستاني ځواکونو په زور له کوره ایستلی او له کورنۍ سره یوځای یې افغانستان ته راشړلی، خو د کور وسایل او شتمني ترې پاتې شوي دي.

هغه زیاته کړې: « له موږ سره په پاکستان کې ډېر ظلم وشو، اوس یې کار کولو او ان ژوند کولو ته نه پرېښودلو. زما په کور یې چاپه ووهله او زه یې سره د کورنۍ له غړیو را واړولم، خو د کور ټول سامان مې هلته پاتې شو. موږ دلته هېڅ هم نه لرو، آسمان مو بړستن ده او ځمکه مو توشکه.»

د پاکستاني پولیسو له دې بد چلن سره مل یوازې محمد نادر افغانستان ته نه دی راستون شوی بلکې دلته د کندهار ولایت په تخته پول ولسوالۍ کې د انځرګي په نوم د کډوالو لنډمهاله پنډغالي کې نور کډوال هم ورته شکایت لري او وايي، د پاکستان امنیتي ځواکونو يې پر کورونو چاپې وهلې دي، قېمتي توکي او پیسې یې ترې ګرځولي او زندان ته یې اچولي دي.

راستانه شوي کډوال له اسلامي امارت د لومړنیو اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوي.

تازه راستون شوی محمد عالم وايي: « په کورونو یې چاپې ووهلې، ځینې وسایل مو وپلورل، خو ډېر لا پاتې دي. یوازې سرونه مو را ایستلي، دومره څه نه لرو چې ویې خورو یا یې وڅښو. »

زنداني شوی او بیا کندهار ته راشړل شوی علي خان وايي: « له موږ سره ډېر زیاتی وشو، زما کور په ژوب بازار کې و، زموږ په کور یې چاپه ووهله او دا دی په تش لاس یې افغانستان ته را وشړلم.»

د کندهار سيمه ییزو مسوولينو په وینا، تېره یوه میاشت کې ۲ زره  کورنۍ چې د غړو شمېر یې شاوخوا ۱۱ زره تنو ته رسیږي او همدارنګه۳ زره ۵۰۰ هلته زنداني شوي افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي، خو په دې وروستیو کې دا لړۍ د پخوا په پرتله چټکه شوې ده.

انځرګي پنډغالي کې د کډوالو آمریت د ثبت مدیرعبدالطیف حکیمي وايي: « په تېره یوه میاشت کې د راستنېدونکو مهاجرینو ګراف لوړ شوی او زموږ د شمېرو له مخې، ۲ زره کورنۍ راستنې شوې دي چې د غړیو شمېر یې شاوخوا ۱۱ زره تنه کېږي. همدارنګه په تېره یوه میاشت کې تر ۳ زره ۵۰۰ تنو پورې قیدیان هم راستانه شوي. یوازې تېره شپه تر ۲۰۰ پورې قیدیان او ۱۱۰ کورنۍ راغلي دي.»

پاکستان په دې هېواد او خیبرپښتونخوا کې د مېشتو نږدې یو نیم میلیون پي.او.آر کارت لرونکو افغان کډوالو ته د روانې اګست میاشتې تر وروستۍ نېټې د اوسېدو وخت ورکړی، خو یو شمیر افغان کډوال وايي پاکستان کې د پي.او.ار کارت لرونکي ځینې افغانان وار دمخه له کورونو ایستل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist