Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بېنېت له بهر مېشتو افغان سیاستوالو او ښځینه فعالانو سره خپلې کتنې ګټورې بولي

بېنېټ په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د ژورې اندېښنې وړ بللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/30

د افغانستان بشري حقونو د وضعیت ارزونې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په خپل تازه راپور کې ګڼو ټکو ته اشاره کړې.

ریچارډ بېنېټ په دې راپور کې چې د را روانې نومبر میاشتې په لومړۍ نېټه به د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته هم وړاندې شي، د افغانستان بشري وضعیت ناسم بللی او په تړاو یې ژوره اندېښنه ښودلې.

نوموړي دغه راز په دې راپور کې تور پورې کړی چې اسلامي امارت قصدا ً جنسيتي تبعیض پراخ کړی او د عدالت او مساواتو اصول یې نه دي رعایت کړي.

د بېنېټ د راپور یوه برخه کې راغلي: « د طالبانو له واکمنۍ درې کاله وروسته، افغانان په دې موده کې په دوامداره توګه د بشري حقونو له نقض، ژور بشري او سیاسي بحران سره مخ دي. سرپرست حکومت جنسیتي ځپنه او د ښځو او نجونو د ګوښه کولو سیسټم لاپسې ټینګ او پیاوړی کړی. دوی مدني ټولنې او رسنۍ تر فشار لاندې راوستي او د عدالت، تبعیض نه کولو او مساواتو ټول اصول یې له پامه غوځولي دي.»

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي دغه راپور د نورو هغو په څېر له واقعیت لرې ګني او له افغانستانه بهر د نا څرګندو سرچینو پر بنسټ د هېواد د بشري وضعیت په تړاو ارزونه او راپور خپرول عقدوي سلوک او سلیقوي چلن بولي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: « ریچارډ بېنېټ یو عقده يي سړی دی او راپورونه یې د شخصي عقدې او تمایلاتو پر اساس باندې جوړېږي، په ځواب او عکس العمل باندې نه ارزي.»

سرپرست حکومت له څو میاشتو راهیسې له دې کبله پر ریچارډ بېنېټ د سفر بندیز لګولی چې وايي، نوموړی خپله دنده په بې ‌طرفۍ مخ ته نه وړي او دلته د بشري حقونو وضعیت ناسم انځوروي.

اوس پوښتنه دا ده چې د ملګرو ملتونو د ارزوونکي پر کچه پلاوی په اوسنیو حساسو شرایطو کې د بشري حقونو په څېر جدي مسالې سره څه ډول چلن کوي او په دې برخه کې ورسپارل شوي مسوولیتونه باید څه ډول ترسره کړي؟

پخوانی دیپلومات عزیز معارج وايي: « په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه چې ملګري ملتونو کوم راپور جوړوي، دا یوه ښه خبره ده؛ خو په دې شرط چې دغه راپور په لومړي پړاو کې یو واقعي بنیاد ولري، دوی باید بنیاد وړاندې کړي. داسې چې دوی په واقعي توګه تللي او د افغانستان له مستحقو او وړ کسانو یې په کلیو او بانډو کې پوښتنه کړې وي. بنیاد یې باید صیح وي او وسایل یې کره وي او پر واقعیتونو دا راپور جوړ شوی وي،  داسې نه چې دوی خپل اهداف په کې را ونغاړي او یا دا چې له غیر مسوولو کسانو پوښتنه وکړي یا نور د ستونزو د هوارېدو او رفاه سبب نه شي او برعکس نور هم په افغانستان کې نفاق او تفرقي جوړې کړي او دوی خپلو اهدافو ته ځان ورسوي.»

د سیاسي چارو شنونکی خلیل ‌احمد نادم وايي: « که چېرې طالبان دا ګام واخلي ښوونځي او پوهنتونونه خلاص کړي، ښځو ته د کار حق ورکړي؛ زه فکر کوم دا ستونزې به تر ډېرې اندازې حل شي او د رسمیت پېژندلو لپاره به زمینه برابره شي.»

د افغانستان د بشري حقونو د ارزونې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له دې وړاندې هم په ځلونو د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو راپورونه وړاندې کړي او په کې یې د ښځو، نجونو، مذهبي او قومي لږکیو او په ټوله کې د افغانانو روان وضعیت ناسم او ان خواشینوونکی بللی او په دې اړه یې د نړیوالو اقداماتو غوښتنه کړې.

خو اسلامي امارت د نوموړي په راپورونو کې یاد شوي ټکي او مالومات ناسم او په افغانستان کې له ځمکنیو واقعیتونو سره په بشپر تضاد کې بللي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist