Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بېنېټ: نړیواله ټولنه باید افغانستان کې د محدودیتونو لرې کېدو لپاره منسجمه تګلاره ولري 

بېنېټ: نړیواله ټولنه باید افغانستان کې د محدودیتونو لرې کېدو لپاره منسجمه تګلاره ولري 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/03

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ چې وړمه ورځ یې د دې سازمان د سرمشریزې ۳۸ مې ناستې ته د افغانستان د بشري حقونو په اړه مالومات ورکول، یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو د نړیوالې ټولنې منسجمه تګ لاره او همکاري مهمه بللې.

نوموړي په خپل تازه راپور کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د سرپرست حکومت له لوري د لګول شویو محدودیتونو په وړاندې یو هر اړخیز پلان چمتو او پلی کړي.

بېنېټ په خپل راپور کې ویلي: « دا چې طالبانو د امربالمعروف د قانون په پلې کولو سره د نجونو او ښځو تعلیم او کار، د لږکیو حقونه او مساوات او همدارنګه د خبریالانو آزادي محدود کړي، نړیواله ټولنه دې د طالبانو د دغو اقداماتو د مخنیوي لپاره هر اړخیز او منسجم پلان جوړ او پلی کړي.»

د سرپرست حکومت چارواکو افغانستان ته د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورکونکی ریچارډ بېنېټ پر سفر بندیز لګولی او د نوموړي راپورونه یې له حقایقو لرې او یو اړخیز بللي.

بله خوا، د سیاسي چارو کارپوهان د بشري حقونو د رعایت په برخه کې د سرپرست حکومت نرمښت مهم ګني خو وايي، نړیواله ټولنه او په ملګرو ملتونو کې نفوذ لرونکي هېوادونه تل له بشري حقونو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « ریچارډ بېنېټ یا د ملګرو ملتونو سازمان ته د راپور په ځای په کار دا ده چې پر نړیوالو غږ وکړي چې راشي او په دې څانګه کې له افغانانو او د اسلامي امارت له چارواکو سره مرسته او همکاري وکړي، په ګډ عمل لاس پورې کړي او دلته د ستونزې د حل لپاره لاس په کار شي. نه دا چې له بهر فرمایشونه ورکوي، عمل نه کوي، همکاري نه کوي، پړه او ملامتي پر افغانانو یا پر چارواکو اچوي. دوی باید ځانته هغه وخت حق ورکړي چې عملا ً یې یوڅه کړي وي او یا په عمل کې يو څه نقض شوي وي، بیا حق لري چې ګیله وکړي.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « د ریچارډ بېنېټ لپاره د امریکا متحده ایالتونو او زبرځواکو هېوادونو د ګټو تعریف مطرح دی. د هغه پیغامونه د هغو کسانو په آدرس استول کېږي چې له پخوا راهیسې ورسره نږدېتوب لري او نن راپور ورکوي. را دې شي او واقعي راپورونه دې د افغانستان له کلیو او بانډو څ چمتو کړي، نه د هغو خبرو پر بنسټ چې نوموړي ته د برېښنالیک له لارې استول کېږي.»

په ورته مهال، افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) هم په خپل تازه درې میاشتي راپور کې ویلي چې سرپرست حکومت په افغانستان کې بشري وضعیت لا پسې سخت کړی.

خو اسلامي امارت بیا له وړاندې ډاډ څرګند کړی چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې يې د افغان ښځو او نجونو حقونه خوندي کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist