Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بېنېټ: د اسلامي امارت تګلارې د بشري حقونو پر زيان دي

بېنېټ د افغانستان بشري وضعیت په اړه بېلابېلو لوریو سره خبرې پيل کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/04

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وروسته له هغې له بهر مېشتو افغانانو او بېلابېلو اقشارو سره په قطر او ترکيې کې د لېدنو خبر ورکړی چې اسلامي امارت شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې پر نوموړي افغانستان ته د راتګ بندیر اعلان کړ.

بېنېټ د افغانستان بشري حقونو پر سر د بحث لپاره لومړی ترکيې ته تللی او هلته يې له افغانانو سره له ليدنې وروسته قطر ته حرکت کړی.

نوموړي د خپل سفر په اړه ويلي، قطر ته د سفر په لړ کې به هلته له مېشتو افغانانو او د بېلابېلو اقشارو له استازو سره د افغانستان د بشري حقونو پر وضعيت خبرې وکړي.

بېنېت زیاته کړې:« د بشري حقونو سترې شورا له ۵۷ مې ناستې وړاندې چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ پیل شي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه په سیمه کې د افغان ښځو او نارینه ‌وو له استازو، کارپوهانو، د حکومت له استازو او بېلا بېلو اقشارو سره خبرې کوم او له دې وړاندې مې ترکیې ته سفر ګټور وو.»

له دې سره د بښنې نړیوال سازمان په یوې خپرې کړې اعلامیې کې له سرپرست حکومت غوښتي، چې د بشري حقونو نقض پای ته ورسوي.

په دې اعلامیې کې ادعا شوې، چې سرپرست حکومت د واکمنۍ په درېيو کلونو کې خپلسرو نيونو، سانسور او شکنجو ته دوام ورکړی او په دې توګه يې بشري حقونه نقض کړې.

په اعلامیې کې له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه شوې چې د بشري حقونو د تامین په موخه دې پر سرپرست حکومت له ممکنه لارو په ګټه اخیستنې فشار ته دوام ورکړي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د طالبانو له واکمنۍ د درېیو کلونو په تېرېدو سره اوس هم خپلسرې نیونې، سانسور او شکنجې دوام لري او پر دې سربېره پر بشري حقوو يو شمېر نور محدوديتونه هم لګول شوي چې نړیواله ټولنه دې پر طالبانو له هرې ممکنه لارې د فشار راوړلو په وسیله هڅه وکړي ترڅو د بشري حقونو نقض پای ته ورسېږي.»

د سرپرست حکومت مسوولینو د بښنې نړيوال سازمان د دې ادعاوو په اړه زموږ اړيکې ځواب نه کړې، خو له دې وړاندې اسلامي امارت تل ورته ادعاوې له حقايقو لرې ګڼلې وې او د بشري حقونو د نقض ادعا شوي موارد يې رد کړي.

بله خوا د چارو کارپوهان په نورو هېوادونو کې د افغانستان پر مسایلو پرېکړې بې ګټې بولي او وايي، هر څه دې د افغانانو په مشوره په کور دننه حل شي.

دوی له سرپرست حکومت غواړي چې د افغانانو مشروع غوښتنې ومني او د ښځو او نجونو پر مخ دې د کار او تعلیم دروازې پرانیزي.

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي: « د افغانانو له ګډون او نظر اخیستلو پرته په نورو هېوادونو کې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو هڅې ګټه نه لري. دا کار نړیوال سازمانونه نور هم بې اعتباره کوي او افغانان مجبوروي چې د دوی پر وړاندې عکس العمل وښيي. که له افغانانو سره د بشر حقونو خبره وي، نو ملګري ملتونه دې دغه کار په کابل کې د یوناما له لارې وکړي.»

د چارو کارپوه خلیل احمد نادم بیا وايي: «ښځو او نجونو ته  د کار او زده کړو اجازه نه ورکول کېږي. دا هغه څه دي چې هم یې افغان ولس غواړي او هم نړیواله ټولنه.» 

دا په داسې حال کې ده چې د سپټمبر پر نهمه د ملګرو ملتونو بشري حقونو ستره شورا د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د بشري حقونو وضعیت په اړه خپله ۵۷ مه ناسته ترسره کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist