Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بېنېټ: د افغانستان بشري وضعيت په اړه به خپل راپور د بشري حقونو سترې شورا ته وړاندې کړم

بېنېټ: د افغانستان بشري وضعيت په اړه به خپل راپور د بشري حقونو سترې شورا ته وړاندې کړم

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/28

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وایي، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه به خپل نوی راپور د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۵مې غونډې ته وړاندې کړي.

نوموړي که څه هم د ياد راپور د محتوا څرنګوالي په اړه څه نه دي ويلي، خو زياته کړې يې ده چې په دې راپور کې د افغانستان د بشري حقونو وضعيت انځور شوی دی.

د بېنېټ په خبره، په دې غونډه کې به د وړاندې کېدونکي راپور پر اساس په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه د هېوادونو او مدني ټولنو استازو ترمنځ بحث او خبرې وشي.

هغه زیاته کړې: «ویلی شم دغه راپور، چې د افغانستان بشري وضعيت په کې انځور شوی، يادې شورا ته د راتلونکې پنج‌شنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۹مه وړاندې شي.»

د سیاسي چارو کارپوه زیارمل نازکمیر وايي: « هغوی د تعلیم او تحصیل، د ښوونځيو تړلو، همداراز د کار او دندو ځنډول او هغه ټول موضوعات چې دلته د بشر حقونو د اعلامیې خلاف ترسره کېږي او یا یې هغوی په افغانستان کې د بشر حقونو د اعلامیې خلاف بولي، تر ډېره به راپور په همدې موضوعګانو راڅرخي او همدا موضوعګانې به یې راخېستې وي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیخ الله مجاهد وایي، تېر ته په کتو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورورکونکی په خپل راپور کې ځيني موضوعات په لوی لاس غلط تعبیروي او په خبره يې له دې لارې غواړي، چې نړيوالې ټولنې ته د افغانستان ناسم انځور وړاندې کړي.

د مجاهد په خبره، په افغانستان کې د ښځو حقونه د شریعت په چوکاټ کې خوندې شوي او د ریچارډ بېنېټ اندېښنې او ادعاوې بې بنسټه دي.

مجاهد زیاته کړې:« ریچارډ بېنېټ چې کوم راپورونه خپاره کړي هغه په ډېرو کوچنیو موضوعګانو فوکس کوي او له لویو پرمختګونو د خلکو پام بلې خوا ته اړول غواړي. موږ به د دوی راپور ووینو؛ خو هر راپور چې وړاندې کېږي باید د افغانستان واقعیتونه او پرمختګونه په کې په نظر کې ونیول شي او د ټولنې له واقعیتونو او حالاتو سره سم وي؛ نو بیا یې په اړه ښه تصمیم هم نیول کېدای شي، همغږي او پرمختګ هم راتلی شي.»

دا به په روانه اوونۍ کې دویم ځل وي، چې د ملګرو ملتونو دوې مهمې ادارې د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي.

د سیاسي او نړیوالو اړیکو کارپوهان وایي، د ښځو او نجونو په اړه باید حکومت په ځینو پرېکړو کې تغیر راولي، څو په خبره يې د نړۍ بهانې پای ومومي او رسمي تعاملاتو ته زمینه برابره شي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « دا غونډې چې په هر ځای کې راپورونه وړاندې کوي، د افغانستان په درد نه خوري، د افغانستان خلک عمل ته منتظر دي چې باید د اسلامي امارت له لوري عملي ګامونه پورته شي نه د نړیوالې ټولنې له لوري.»

د نړيوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « نړیوالې ټولنې یو ځل بیا د افغانستان موضوع ته پاملرنه کړې او غواړي چې د افغانستان سیاسي او ډیپلوماټيکې لارې بیا له نړیوالې ټولنې سره وصل کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د دغه سازمان د بشري حقونو په څل۵۴ غونډه کې ویلي وو، چې په دې هېواد کې په یوه وروستي کال کې هدفي وژنې، د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کېدل، د لږکیو د حقونو نقض او د بیان پر ازادۍ بندیزونه ډېر شوي دي.

خو اسلامي امارت د ریچارډ بېنېټ دا راپور یو اړخیز بللی او زیاته کړې يې وه، چې دا ډول څرګندونې د افغانستان د ټولنې د واقعیتونو خلاف دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist