Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بېنېټ: د اسلامي امارت تګلارې د بشري حقونو پر زيان دي

بېنېټ: د اسلامي امارت تګلارې د بشري حقونو پر زيان دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/26

د افغانستان بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د بشري حقونو وضعيت په اړه خپل راپور د ملګرو ملتون عمومۍ اسمبلۍ ته وړاندې کړ.

بېنېټ په دې راپور کې د اسلامي امارت تګلارې د بشري حقونو پر زيان بللي او ويلي يې دي چې د يادو تګلارو له امله په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت ناوړه شوی دی.

بېنټ ویلي، د بشري حقونو د ناسم وضعيت ترڅنګ افغانستان له يو لړ ننګونو سره چې اقتصادي ناورين، مرګونې زلزلې او له ګاونډيو هېوادونو په زور د کډوال اېستل په کې شامل دي، مخ شوی دی.

نوموړي له دې سربېره یو وار بیا له زده‌کړو د افغانو نجونو په محرومولو نیوکه کړې او زياتوي، سره له دې چې اسلامي امارت په وار وار د نجونو د زده‌کړو بندیز لنډمهالی بللی، خو په خبره يې په دې برخه کې يې پرېکنده ګام نه دی اخیستی.

بنېټ زیاته کړې:« زه له تاسو غواړم، چې افغانستان د نړیوالې اجنډا په سر کې وساتئ. افغانان او افغان بنسټونه په تېره بیا افغان مېرمنو ته غوږ کېږدئ او ملاتړ یې وکړئ. دا ډاډمنه کړئ، چې د افغان مېرمنو او ځوانانو غږونه په ملي او نړیواله کچه اورېدل کېږي. وګورئ چې بشري حقونه چېرته قرار لري.»

خو اسلامي امارت  د بېنېټ دا راپور له حقیقته لري او بې اساسه ګڼي او زیاتوي، د ښځو حقونه په افغانستان کې تامین شوي او دغه راز د زده‌کړو او کار کولو ته د اجازې پر ورکولو هم کار روان دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« د رېچارډ بېنېټ راپور یو لوريز او بې بنسټه دی، نوموړي په خپل ماموریت کې هم هڅه کړې چې دلته پروپاګند وکړي او ډېر کوچني موارد لوی کړي او پر اساس یې غلطې ادعاوې وکړي، اسلامي امارت دا ادعاوې ردوي. په افغانستان کې د خلکو حقوق تامین دی، د ښځو د زده کړو په برخه کې هم هڅې روانې دي چې زمینه یې مساعده شي نو دا کار به اسانه شي، له دې چا انکار نه دی کړی چې د زده کړو حق به نه ورکول کېږي. د کار په برخه کې هم ښځینه موږ سره د نظام په ګڼو برخو کې فعالیت لري، لکه روغتیايي، د ښوونې او روزنې، د پولیسو او پېژندپاڼو، پاسپورټ، هوايي ډګر او بېلابېلو نورو برخو کې په کار بوختې دي. هغه خوېندې چې تر اوسه له یو لړ ستونزو له امله ادارو ته نه دي حاضرې شوې هم یې په کورونو کې معاشونه ورکول کېږي.»

د سیاسي چارو کارپوهان بيا پر دې باور دي، چې اسلامي امارت دې بشرې حقونه په ځانګړې توګه د نجونو او مېرمنو دندو او زده‌کړو ته اجازه ورکړي، څو په دې اړه د نړیوالو پلمې ختمې او رسمي تعامل ته لار خلاصه شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « هڅې دې وشي چې پر افغانستان د نړیوالو ټولنو نیوکې کمې شي او تر دې زیات نور له ناورین سره مخ نه شي، که دا ټول مسایل حل نه شي افغانستان به نور هم د ناورین لور ته لاړ شي، نړیواله ټولنه او نور سازمانونه به هم رو رو افغانستان ته پاملرنه کمه کړي، چې په اوسنیو شرایطو کې دا کار د افغانستان د خلکو پر ګټه نه دی.»   

دا په داسې حال کې ده، چې د ښځو د سولې او امنیت لپاره د جورج ټاون انسټېټوټ او د ناروې د سولې د څېړنو انسټېټیوټ له خوا د شویو ارزونو له مخې، افغانستان د ښځو د وضعیت په برخه کې د ۱۷۷ هېوادونو په نوملړ کې ترټولو وروستی ځای نیولی دی؛ ځکه د يادې ارزونې له مخې، ښځې په کې له خپلو اساسي حقونو محرومې شوې.

د دغه شاخص موندنې ښيي، چې په کومو ټولنو کې چې ښځې ښه حالت کې دي هلته ژوند هم په ډېر سوله‌ییز ډول روان دی، ډیموکراتیک، سوکاله او د اقلیم د بدلون د اغیزو سره د بلدیدو لپاره په ښه ډول چمتو دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist