Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بې‌روزګارۍ پر سختو لارو بهر ته د مسلکي کسانو د تګ اندېښنې زياتې کړي

بې‌روزګارۍ پر سختو لارو بهر ته د مسلکي کسانو د تګ اندېښنې زياتې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/15

سلګونه زرګونه افغانان چې لوړې زده‌کړي يې کړي او کاري وړتیاوي هم لري، خو د کاري فرصتونو له نشتوالي کړېږي او آن يو شمېر خو يې په سختو او قاچاقي لارو بهر ته د تګ هڅه هم کوي.

دغه ځوانان وايي، د پوهنتون له فراغت مودې تر دې دمه په یې بېلابېلو ځایونو کې د دندې ترلاسه کولو لپاره نوم لیکنه کړې، خو لا تر اوسه یې دنده نه ده تر لاسه کړې او له سرپرست حکومت غواړي چې په هیواد کې دې دننه ورته د کار زمینه برابره کړي.

له پوهنتون فارغ شوی هلال مشعل وايي:« په دې څلورو کلونو کې ما ډېرې ازموینې ورکړي، انټرویوګانې مې ورکړي،چې زه په خپل مسلک کې جذب شوی نه یم. ډېری داسې ځوانان شته دي، چې دوی لوړې زده کړې کړي، خو دوی ته په خپل مسلک کې دندې نه شته دي. همدغه ځوانان د قاچاق له لارې غواړي، چې نورو هېوادونو ته ولاړ شي او د خپلې کورنۍ اړتیاوې او ستونزې حل کړي.»

ځينې نور ځوانان هم ورته شکایتونه لري او پر حکومت نېوکه کوي، چې نه دی توانېدلي پر زده‌کړو سمبال او یا هم تازه فارغو شویو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

دوی زیاتوي، که ځوانانو ته په خپل هېواد کې د کار کولو زمینه برابره نه شي، نو بهر ته پر سختو لارو د تلونکو ځوانانو شمېر به په بېساري ډول ډېر شي.

د کابل ښار اوسېدونکي حسیب الله ارمان وايي:« تجربه هم لرم او زده کړې مې هم کړي دي، ځېنو ځایونو کې مې ډېره هڅه کړې، هم په دولتي او هم په غیر دولتي ځایونو ته چې زه تللی یم، خپل اسناد مې ور وړاندې کړي، ماته تر اوسه پورې دنده نه ده پيدا شوې. له حکومته مو غوښتنه همدغه ده چې ځوانانو ته د کار زمېنه برابره کړي، دا چې ځوانان بې کاره وي،  د ځوانانو پر شخصي ژوند باندې هم ډېره اغېزه کوي. »

تحلییل کوونکي بیا پر دې باور دي، چې په هېواد کې کار اهل کار ته نه سپارل کېږي او دا کار ښايي په راتلونکي کې ناوړه پايلې ولري.

دوی ټینګار لري، چې سرپرست حکومت دې په هېواد کې دننه پر زده‌کړو سمبال ځوانان د هغوی وړتیاوو ته په کتو د حکومت په اډانه پر دندو وګوماري.

د سیاسي چارو شنونکی نازک میر زیارمل وايي:« په هېواد کې اوس هم کاري فرصتونه د ځوانانو لپاره  په ځانګړې توګه له هغې طبقې سره چې دوی نوي له زده کړو فارغ کېږي، د کار زمېنه ورته ډېره محدوده ده، ځکه تر اوسه هم د افغانستان اسلامي امارت  یو نوی حکومت دی، تر اوسه پورې په بشپړ یا په نصبي ډول باندې کار اهل کار ته نه دی سپارل شوی. تر  اوسه پورې مسلکي کسان بې دندو دي، په دندو هغه کسان مصروفه دي، چې هغه د اسلامي امارت غړي دي او یا هم د بېلګې په ډول هغوی ته ژمن کسان دي. د هغوی د ډلو خلک دي، له هغوی سره په دې ۲۰ کلن جهاد کې د امریکا پر وړاندې  د دوی ملګري او له دوی سره پاتې شوي دي. هغه کسان دي، که هغه مسلکي دي او که نه، هغه په برخه کې چې وظیفه لري، تخصص لري او که نه یې لري، نو ځکه مسلکي کسانو ته یو څه اندازه د کار زمېنه محدوده ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د کار او ټولنېزو چارو وزارت په هېواد کې ۲۲ زره ۴۲۷ د کار انفرادي جوازونو د وېش خبر ورکوي.

په کور دننه فقر، لوږه او بې ‌روګاري هغه څه دي، چې وخت ناوخت د نړیوالو بشري سازمانو لخوا یې  یې په لوړه کچه ارقام خپرېږې او له همدې کبله پر سرپرست حکومت نېوکې کوي، چې په تېرو درېیو کلونو کې نه دی توانېدلی څو خلکو ته د کار کولو کافي فرصتونه رامنځته کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist