Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بېنېټ: کندهار کې دې د ډله ییز قبر په اړه هر اړخېزې څېړنې وشي 

بینیټ: افغانستان د بشري حقونو له ستر ناورین سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/14

افغانستان کې د  اسلامي امارت د واکمنۍ له یو کال زیات وخت تېریږي،خو لا هم د بشر حقونو په تړاو  د نړیوالو اندېښنې پر ځای پاتې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په  ۵۱مه ناسته کې یو ځل بیا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي ورکوونکي ریچارډ بینیټ له څېړنو وروسته ویلي،تېر یوه کال کې افغانستان کې د بشري حقونو ناورین رامنځته شوی، اسلامي امارت د ښځو حقونو ته شا کړې او د بیان آزادي په بشپړه توګه له منځه تللې ده.

بینیټ زیاته کړې:« افغانان د بشري حقونوپه یوه بحران کې بند پاتې دي او نړۍ هم د دې ستونزې په حل کې پاتې راغلې ده. د ښځو او نجونو له حقونو مخ اړول، د مخالفینو او منتقدینو په نښه کول، غچ اخېستنه او د طالبانو له خوا د بیان آزادۍ بندیزونه د استبداد او زیاتوالي په لور روان دي،چې دغه بحران  د دې شورا دوامداره پام ته اړتیا لري.له هغه وخته چې طالبان واک ته رسیدلي، ټول افغانان له یوه سخت او کړکېچن حالت سره مخ دي، په ځانګړي ډول زه په عام، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي ژوند کې د ښځو او نجونو خوښۍ ته سخت اندېښمن یم.»

د بشر حقونو شورا د ناستې پر مهال د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن بیا ویلي، د  لږکیو او مذهبي ډلو سره پراخه تاوتریخوالی روان دی او ګڼ شمیر کسان په خپل سر نیول شوي او وژل شوي،خو ژمنه یې کړې، چې د ښځو په ګډون به د ټولو مساوي حقونو ته کار کوي.

نېکلاسن زیاته کړې:« د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت په دوامداره توګه د خرابیدو په حال کې دی. اروپایي ټولنه په افغانستان  کې د ژوند په ټولو برخو کې د ټولو ښځو او نجونو د بشپړې مساوي او معنا دارې ونډې او د هر ډول خشونت څخه د دوی ساتنه کې خپله ژمنه یو ځل بیا تکراروي. قومي او مذهبي اقلیتونو ته اړوند وګړي، د بشر حقونو مدافعین، خبریالان او د رسنیو نور کارکونکي وژل شوي، په خپل سر نیول شوي، په زور بې درکه شوي، په فزیکي ډول ځورول شوي او شکنجه شوي،چې هېچا ته د منلو وړ نه دي.»

بل خوا په دغه ناسته کې د ښځو حقونو فعالې محبوبې سراج ویلي،ټولې ښځې له ټولنې محوه شوې دي.

په ورته وخت کې  سراج ویلي،چې  نور دې نړیوال په دې برخه کې عملي ګام پورته کړي.

سراج زیاته کړې:«موږ محوه شوي یو او له ټولنې شړل شوې یو. ایا پوهېږئ، چې له ټولنې شړل څنګه یو احساس دی؟ زه محوه شوې یم او هېڅ نه پوهېږم،چې څه وکړم. همدا زموږ وروستۍ هېله ده او دا به وروستی وار وي،چې یو ځای ته ځم ، چې نړۍ ته دا ووایم، ځکه نوره زه له دې کار ستړې شوې یم. نور څومره زه باید چغې ووهم، وژاړم او ووایم،چې نړۍ موږ ته پام وکړه،چې موږ مرو.»

دا چې نړیوال افغانستان کې ښځې له سخت وضعیت سره مخ بولي،نو د اروپايی ټولنې د جندر برخې استازې په دې سختو شرایطو کې د افغان ښځو هڅې او مبارزه ستایي او وايي، دوی تل د خپل عزت د درناوي لپاره غږ پورته کړی دی.

هغې زیاته کړې:«موږ افغانستان کې د ښځو او نجونو زړورتیا ته سلام کوو،چې د خپلو بشري حقونو د خونديتوب لپاره  د هڅو په سر کې پاتې دي. دوی تل د حساب ورکولو او خپل وقار ته د درناوي لپاره غږ پورته کړی او همدارنګه د بهر میشتو افغان ښځو ژمنتیا د قدر وړ ده.»

اخوا اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د ملګرو ملتونو د ځانکړي راپور ورکونکي راپور بې بنسټه بولي او وایي،د اسلامي امارت په واک ته رسیدو سره د ټولو حقونه خوندي دي او هېڅوک دا جرأت نه شي کولی،چې ښځو ته په بده سترګه وګوري.

مجاهد زیاتوي:«د بشر حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د استازي ریچارډ بېنېټ راپور مغرضانه او له حقیقته لرې دی. هغه خپل راپور کې  په افغانستان کې د تېر یوه کال په نتیجه کې پر سلګونه پرمختګونو باندې سترګې پټې کړې دي. یو څو مشخصو مواردو ته یې په غلط برداشت او ناسمو مالوماتو سره اشاره کړې ده. نن افغانستان کې د ښځو ژوند ته کوم ګواښ متوجه نه دی او اوس  د افغان مېرمنو عزت ته څوک په سپکه نه شي کتلای.»

د بشري حقونو پر سر خبرې او بحثونه کومه نوې موضوع نه ده، له هغه وخته،چې اسلامي امارت واک ته رسیدلی دی، نړیوال د بشر حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د نقض خبرې کوي.

نړیوالو په کراتو غوښتنه کړې  ده،چې د لږکیو او په ځانګړې ډول ښځو ته دې خپل حقونه ورکړل شي.

اسلامي امارت بیا  د نړیوالو اندېښنې تشې پلمې یادې کړي او وایي،د ټولو اساسي حقونه په بشپړه توګه ورکړل شوي دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026

وروستي خبرونه

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist