Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بښنې نړیوال سازمان او حقوق پوهانو نړیوال کمېسیون ا.ا د بشر ضد پر جرمونو تورن کړی

بښنې نړیوال سازمان افغانستان کې بشري حقونه د ژورې اندېښنې وړ ګڼلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/25

له تېرو دوه نیمو کلونو را په دېخوا چې په افغانستان کې  اسلامي امارت واکمن شوی، ګڼو نړیوالو بسټونو د پرله پسې راپورونو په لړ کې د بشري حقونو پر وړاندې د حکومت چلن او پالېسۍ نقد کړي.

تازه یو ځل بیا د بښنې نړیوال سازمان د يوه عمومي راپور په خپرولو سره د افغانستان په هکله ادعا کړې، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونې او نقض پېښې مخ پر زیاتېدو دي.

په راپور کې ويل شوي، د حقوق پوهانو نړيوال کمېسيون په افغانستان کې له بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونې مستند کړې دي.

د راپور یوه برخه:« له بشري حقونو څخه سرغړونه، اقتصادي بدلونونه، پر ښځو زیاتېدونکي محدودیتونه، د بیان ازادۍ له منځه وړل،غیر قانوني توقیف او د مذهبي ازادۍ سلبېدل د افغانستان خلک له سخت کړاو سره مخ کړي.»

په ورته وخت کې اسلامي امارت د بښنې نړیوال سازمان دې راپور ته په غبرګون کې ویلي، چې د نړیوالو بنسټونو ورته ادعاوې پروپاګند دی او په خبره يې د تشویش له خپرولو پرته نور هېڅ پيام نه لري.

چارواکي په دې راپور کې شویو ادعاوو ته په پام سره وايي، په افغانستان کې د لږکيو په شمول د ټولو افغانانو حقونه په برابره توګه خوندي او تامين دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« دغه شان ارزونې او راپورونه چې همېشه خپرېږي، هغه ټول د دوی د پروپاګند برخه ده. متاسفانه  غربي هېوا دونه او د دوی ځېنې ارګانونه او جاسوسي کړۍ ټول هڅه کوي، چې د افغانستان پر وړاندې باندې یو ډول پروپاګند وکړي او د خلکو ذهنیت خراب کړي. افغانان دلته هرڅه خپله ګوري، هم د خلکو حقوق خوندي دي، هم د اقلیتونو حقوق خوندي دي، هېڅ چا سره ظلم نه دی شوی، داسې پروپاګند یوازې د تشوېش لپاره دی او دا د غربي نړۍ عقديي چلن دی چې متاسفانه له جګړې او ماتې وروسته  یې دوام ورکړی دی. مهمه نه ده، افغانان په دې باندې پوهېږي، چې دا شیان واقعیت نه لري او موږ افغانان په خپله نور تصمیم نیسو. نور د غربیانو په راپورونو باندې نور څوک نه غلط کېږي.»

په راپور کې راغلي، د  اسلامي امارت له لورې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدوديتونه له ټولنیز ژوند د دوی د محوه کولو لامل شوې دي.

بلخوا د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، نړیوال د خپلو افکارو پر بنسټ وخت ناوخت په خبرو کې زیاتونه کوي، خو مني چې په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم او ځېنو نورو برخو بندیزونه به هېواد شاتګ ته سوق کړي.

شنونکي همدا رازغوښتنه کوي، چې سرپرست حکومت دې د ښځو او نجونو پر زده کړو  او کار د لګول شویو محدویتونو په لرې کولو سره د خلکو باور پر ځان ډېر کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سرپرست حکومت واک ته له رسېدو وروسته تر نن پورې د ښځو او نجونو تعلیم او کار ځنډول او د نورو محدویتونه وضع کول هغه څه دي، چې نړیوالو ته يې پر سرپرست حکومت توندو نيوکو فرصت برابر کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist