د بورکېنافاسو په شمال کې یوې وسله والې ډلې پر يوه کلي بريد کړی، چې د ماشومانو په ګډون یې ۱۳۲ کسان وژلي دي.
چارواکو دغه بريد بوږنوونکی او بريد کوونکي يې ترهګر وبلله.
د چارواکو په خبره، وسله والو د پېښې په ځای کې د عامو خلکو کورونو ته هم اورونه اچولي دي.
بل پلو د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترس دا پېښه په کلکه غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې غمشریکي وکړه.
د بريد مسوولیت تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دی اخېستی دی.











