Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له امنیت شورا د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه؛بندیزونه د فشار وسیلې په توګه مه کاروئ

بهرنیو چارو و زارت: ډېر ژر به  د افغانستان او نړۍ ترمنځ رسمي سیاسي اړیکې ټینګې شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/01

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي،د ګاونډيو،سیمې او نړۍ ډېری هېوادونه دې ته لېواله دي،چې کابل کې خپلې سیاسي استازولۍ بېرته فعالې او رسمي راشه درشه ولري.

د یاد وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مشر ولي الله شاهین وايي،د مالیزیا په ګډون پنځه داسې نور هېوادونه دي،چې د افغانستان نوی نظام به له ټولو وړاندې پر رسمیت وپیژني او اروپايي هېوادونه هم دې ته لېواله دي،چې په  کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

شاهین زیاته کړه:« مالیزیا او جمع پنځه نور هېوادونه هغوي عملآ پر دې باندې فکر کوي،چې څنګه د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت وپیژني او دلته خپلې سیاسي استازولۍفعالې کړي. سر بېره پردې اروپايي هېوادونه او زموږ ګاونډي هېوادونه د دې لېواله دي،چې څنګه دغه یخ بندان مات شي او دوی له افغانستان سره خپلې  اړیکې په پوره سیاسي نورم باندې وغځوي.»

شاهین وايي،له دې وروسته به د افغانستان رسمیت پیژندنه زیات وخت ونه نیسي او په کابل کې به د ګڼو هېوادونو سیاسي استازولۍ په رسمي توګه فعالې شي.

هغه  زیاتوي:« زه فکر نه کوم،چې د افغانستان رسمیت پیژندنه به ډېر وخت ونیسي،ځکه ډېری هېوادونه لېوالتیا دې ته  ده،چې ژر تر ژره دوی دلته خپل سیاسي دفترونه په رسمي توګه پرانیزي.»

خو سیاسي چارو شنونکي بیا په دې باور دي،چې  نړۍ د رسمیت پیژندنې لپاره خپل معیارونه لري او ترهغې  چې کابل دغه معیارونه پوره نه کړي،د افغانستان اقتصادي وضیعت به نور هم بحراني شي.

د ملي نهضت ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني  وايي:« نړۍ ځانته معیارونه لري او د هغو معیارونو  د جوړولو لپاره حکومت ته ضرورت دی،چې هغه معیارونه پوره کړي. له دې پرته به د افغانستان په خلکو کې نوره لوږه او بدبختي زیاته شي.»

شااوخوا څلورنیمې میاشتې کېږي،چې اسلامي امارت  واک ته رسیدلی او ټول نظام یې په لاس کې دی،خو تراوسه پورې  نه کوم ګاونډی هېواد او نه هم  د سیمې او نړۍ هېوادونه دې ته حاضر شوي،چې د افغانستان نوی نظام او حکومت پر رسمیت وپیژني او برعکس په دغې موده کې پر افغانستان نړیوال سیاسي او اقتصادي بندیزونه لګېدلي،چې له امله یې بشري بحران رامنځته شوی دی. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist