Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بهرنیو چارو وزیر په مسکو فارمټ ناسته کې د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي

بهرنیو چارو وزیر په مسکو فارمټ ناسته کې د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/07

ټاکل شوې نن د اکټوبر په ۷ مه د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو ترمنځ د همغږۍ، ثبات، امنیت او افغان سولې پر مسایلو د خبرو اترو په موخه د مسکو فارمټ ناسته وشي. په دې ناسته کې د افغانستان په ګډون د پاکستان، ایران، هند، چین، اوزبېکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او قزاقستان هېوادونو استازي ګډون کوي.

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې مسکو  فارمټ ناسته کې د افغانستان استازي ته د غونډې ناظر په ځای، د ګډون رسمي بلنه ورکړل شوې.

د چارو شنونکي مسکو ناسته کې د افغانستان د استازي رسمي ګډون ستاینه کوي او په خبره یې، دا ناسته له سیمه ‌ییزو او ګاونډیو هېوادونو سره د باور فضا رامنځته کولو برخه کې ګټوره تمامېدای شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب‌الرحمان شمال وايي: « دا ناسته کولی شي د مسکو فارمټ غړیو هېوادونو سره چې اکثریت یې د افغانستان ګاونډیان دي، ښې اقتصادي او تجارتي اړیکې جوړې کړي. زه تمه لرم چې د افغانستان حکومت په خپل جوړښت کې د بدلونونو په راوړلو سره د سیمې او په ځانګړې توګه د مسکو فارمټ غړیو هېوادونو باور ترلاسه کړي.»

د چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: « دا چې له څلورو کالو وروسته د لومړي ځل لپاره مسکو فارمټ ناسته کې د افغانستان سیاسي استازی او هغه هم د بهرنیو چارو وزیر ګډون کوي، ډېر مهم ګام دی؛ ځکه چې د مسکو فارمټ غړي هېوادونه د هغو هېوادونو له ډلې چې افغانستان ته یې د انتقاد ګوته نیولې. کله چې د افغانستان استازی په دې ناسته کې ګډون ولري، ښکاره خبره ده چې د کمزورتیا او پياوړتیا پر ټکو به بحث کېږي.»

یو شمېر نور شنونکي بیا مسکو ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر رسمي ګډون د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو ته د نېږدې کېدو یو نوی ګام بولي او غوښتنه کوي چې حکومت دې له رامنځته شویو فرصتونو ښه ګټه واخلي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « افغانستان اوس له یوه ښه موقف څخه برخمن دی؛ په دې هیله چې اسلامي امارت ترې ښه ګټه پورته کړي. له یوې خوا د نړۍ له یوه بل ستر هېواد هندوستان سره په اړیکو کې ښه پرمختګ روان دی او بله دا چې د افغانستان په تړاو نړۍ ته ناسم ور ښکاره شوی تصویر به په دې ناسته کې روښانه شي.»           

مسکو فارمټ ناستې په ۲۰۱۷ کال کې د روسیې له خوا پیل شوې او هر کال د یاد هېواد له لوري د سیمه ‌ییزو هېوادونو د استازو په ګډون ترسره کېږي.

په سږنۍ ناسته کې به د اسلامي امارت پلاوی له ګډون سربېره د دې غونډې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف  سره هم خبرې ولري.

د راپورونو له مخې، د پاکستان، ایران، چین او روسیې هېوادونو ځانګړو استازو وار له مخه په مسکو کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې او افغانستان کې یې د هر ډول بهرنیو پوځي اډو له جوړولو سره مخالفت څرګند کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist