Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له امنیت شورا د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه؛بندیزونه د فشار وسیلې په توګه مه کاروئ

بهرنیو چارو وزارت: ډېر ژر به  له افغانستان سره د اسلامي همکاریو سازمان ژمنې عملي شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/29

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي،داسلامي همکاریو سازمان چې خپلې وروستۍ ناسته کې له افغانستان سره د مرستو کومې ژمنې کړي،ډېر ژر به په کابل کې عملي شي. 

 د یاد وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مشر ولي والله شاهین وايي، ددغه سازمان ژمنې دعملي کیدو په حال کې دي او په کابل کې به یې دافغانستان ځانګړی استازی فعالیت پیل کړي .

شاهین وايي، دسعودي عربستان له خوا افغانستان سره ژمنه شوې پيسې به هم په نږدې وخت کې راورسیږي او له دې سره به دافغانستان لپاره جوړ شوی وجهي صندق به داسلامي همکاریو دسازمان دغړو له لوري نور پیا وړی شي. 

شاهین زیاته کړه:« د او.ای.سي په کنفرانس کې چې دافغانستان لپاره کومې ژمنې وشوې، هغه دتطبیق په حال کې دي او.ای.سي دافغانستان لپاره ځانګړیاستازی ټاکلی دی او دفتر به یې دلته فعالیږي. کومې پیسې چې  دسعودي عربستان له لوري دافغانستان وجهي صندق لپاره ژمنه شوي دي،هغه به هم دلته په مصرف رسیږي. دغه وجهي صندق به دغړو هېوادونو له لوري نور هم  تقویه کېږي.»

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرسیتال بلال کریمي وايي، د اسلامي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو سره یې اړیکې شوي دي او تمه لري،چې په لنډه موده کې عملي شي. 

کریمي زیاتوي:« هغه کومې ژمنې چې داسلامي همکاریو سازمان له لوري له افغانستان سره شوي دي، وخت پرې لږ وتلی دی او اړېکې ورسره شوي دي. هېله مندي شته،هغه څه چې هلته ژمنې شوې دي، تحقق پیدا کړي.» 

د بهرنیو چاور وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مشر ولي والله شاهین  وايي،دافغانستان په تړاو داسلامي همکاریو سازمان وروستۍ ناسته،چې په  اسلام‌اباد کې جوړه شوې وه،له نورې نړۍ سره یې دکابل اړیکې پراخې کړي او له هغې وروسته دګاونډیو او عربي هېوادونو دیپلوماتان له لوړو ژمنو سره کابل ته تګ راتګ کوي. 

شاهین زیاته کړه:« د او. ای. سي کنفرانس له بهر سره دافغانستان دروازې خلاصې کړې، له هغه کنفرانسه وروسته دلته چې کوم میلمانه افغانستان ته راځي،دګاونډیو او دعربي هېوادونو دا میلمانه په لوړ تعداد کې دي او له زیاتو ژمنو سره راځي،چې دافغانستان د راتلونکي په اړه هېله مندي زیاتوي.» 

دروانې نوامبر میاشتې په نولسمه نیټه په اسلام اباد کې داسلامي همکاریو سازمان دافغانستان په تړاو ناسته جوړه شوې وه،چې په کې له افغانستان سره  د اقتصادي او بشري بحران دمخنیوي په برخه کې دمرستو ژمنه وشوه .

 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist