Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بهرنیو چارو وزارت: زلمی خلیلزاد په یوه غیر رسمي سفر کابل ته راغلی

بهرنیو چارو وزارت: زلمی خلیلزاد په یوه غیر رسمي سفر کابل ته راغلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/23

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی په نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند کابل ته د زلمي خلیلزاد راتګ او د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره کتنه تایید کړې او وايي، دواړو لورو د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو پراختیا او ځینې نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي: « نن د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو پخواني ځانګړي استازي ښاغلي زلمي خلیلزاد وکتل. ‏په دې غیررسمي ناسته کې د افغانستان او متحده ایالتونو د دوو اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو هر اړخیز بحثونه وشول.»

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د خلیلزاد لیدنه غیر رسمي بللې خو بحث شوي مسایل یې مهم یاد کړي دي.

خلیلزاد تر دې وړاندې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته کابل ته دوه ځله رسمي سفرونو په لړ کې یو شمېر امریکایي اتباع په ګوانتنامو او د امریکا په نورو زندانونو کې له افغان بندیانو سره په تبادله کې ازاد کړي دي.

په ورته مهال، یو شمېر کارپوهان د واشنګټن او کابل اړیکو په رغېدو کې سربېره پر دې چې د منځګړو هېوادونو هڅې ستایي، د دا ډول سفرونو او د افغانستان په اړه د خلیلزاد اوسنی دریځ د دواړو هېوادونو لپاره ګټور بولي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « د امریکا د استازي په توګه د ډاکټر خلیلزاد راتګ او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې کتنه، یو ښه ګام دی او د افغانستان او امریکا ترمنځ به ښې اړیکې جوړې کړي. خلیلزاد د افغانستان د مسایلو په تړاو کافي تجربه او ښه نظر لري، ځکه چې خپله هم افغان دی.»

د چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « لکه څرنګه چې موږ ولیدل، د افغانستان د سرپرست حکومت په تېرو څلورو کالو کې د امریکا په ګډون له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتنه کړې، نو له همدې امله د امریکا سره د اړیکو جوړېدل د افغانستان د ستونزو هواري لپاره مهم دي. همدې اهمیت ته په کتو د اسلامي امارت حکومت تل په کابل او واشنګټن کې د سفارتونو خلاصېدو غوښتنه کړې.»

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد داسې مهال کابل ته په سفر راغلی چې پرون سه شنبه هند په کابل کې د خپل سفارت رسمي چارې پیل کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist