Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له امنیت شورا د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه؛بندیزونه د فشار وسیلې په توګه مه کاروئ

بهرنیو چارو وزارت: د رسمیت پېژندنې ټول معیارونه او شرطونه پوره شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/06

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت وايي، د رسمیت پیژندنې ټول معیارونه او شرطونه یې پوره کړي او نور باید خنډونه رامنځته  نه شي.

یاد وزارت وايي، حکومت یې په ټول هېواد کې امنیت ټینګ کړی،ملي  حاکمیت  لري او د نړۍ هغه اندیښنه یې چې د ښځو زده کړو او د کار په برخه کې یې درلود،هم حل کړې او په دغه برخه کې یې عملي ګامونه اخیستي دي.

د یاد وزارت اقتصاد مشر شفیع اعظم وايي، بله هیڅ  داسې پلمه نه ده پاتې،چې نړۍ دې دافغانستان د رسمیت پيژندنې پر وړاندې د خنډ په توګه مطرح کړي.

اعظم  زیاته کړه:« د رسمیت پیژندنې لپاره چې یو حکومت څه ته اړتیا لري،هغه ټول پوره شوي دي،هغه د سراسري امنیت بحث دی،په  ټوله خاوره باندې د حاکمیت بحث دی، د حکومت سکتور نه خلکو ته  د خدماتو رسولو بحث ده  د اورپايي ټولنې ستره اندیښنه د ښځو د تعلیم بحث و،چې عملي موږ په کې پرمختګونه لرو. د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پیل شوي دي،په لویه کې د مشروعیت لپاره ټول اساسات سره ته رسیدلي دي او داسې کوم مورد نه شته چې دغې مسلې ته دې بند واچوي.»

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا وايي، په نړیوالو کنفرانسونو کې د اسلامي امارت داستازو ګډون،د نجونو  ښونځویو او پوهنتونونو پرانېسته او په کابل د اروپايي ټولنې دفتر بیا فعالیت هغه څه دي،چې د افغاستان د نوي حکومت نړیوال مشروعیت یقیني کولی شي او دا د رسمیت اخیستو لپاره اړین ګامونه دي،چې اخیستل شوي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:«د ښځو ګډون په برخه کې په نړیوال کنفرانسونو کې د افغانستان د استازو ګډون کول لکه ناروې،کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر  پرانېستل،امریکا د دولت انعطاف د ټولو مسایلو ته په کتو داسې ښکاري،چې داسلامي امارت د مشروعیت ستونزه حل کېږي او نږدې راتلونکي کې به د افغانستان سفارتونه هم په نړۍ کې پرانېستل شي.»

خو ځینې بیا دا مني،چې د رسمیت پیژندنې لپاره هلې ځلې زیاتې شوي،خو لاهم د نړۍ او د اسلامي امارت چارواکو ترمنځ تفاوتونه شته دي او پر همدې اساس به د افغانستان نوي نظام  رسمیت پیژنده به نوره هم وځنډیږي.

دوی په دې باور دي، نړۍ او افغانستان له یو بل سره سیاسي تعاملاتو او اړیکو ته اړتیا لري،خو دغه تعامل د دواړه اړخونو په انعطاف سره رامنځ ته کیدای شي.

دپوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« په دې وروستیو کې د افغان نوي دولت د رسمیت پیژندنې لپاره هلې ځلې زیاتې وشوې، خو داسې ښکاري چې په دې برخه کې دطالب چارواکو او نړۍ ترمنځ تفاوتونه ډېر زیات دي. د رسمت مسله به لرې خبره وي،ترهغې چې دغه تفاوتونه راکم شوي نه وي.»

له نړۍ سره د افغانستان اوسنیو سیاسي اړیکو ته په نړیوالو دیپلوماتیکو اصولو کې یو اړخیزې اړیکې ویل کیږي،چې تر اوسه هېڅ هېواد دې ته زړه نه دی ښه کړی،چې د افغانستان نوی سفیر په خپله خاوره کې ومني،خو بیا برعکس ځینې هېوادونه دې ته لېواله دي چې کابل کې سفارتونه او سیاسي استازولۍ پرانیزي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist