Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بهرنیو چارو وزارت د اصلاحاتو بسته ارګ ته وسپارله

admin by admin
2020/01/07

بهرنیو چارو وزارت هغه دیپلوماتان له دندې ګوښه کوي چې په واسطو مقرر شوي.

بهرنیو چارو وزارت د اصلاحاتو بسته ارګ ته سپارلې او له ولسمشر یې لارښوونه ترلاسه کړې چې ګمارنې دې د وړتیا په اساس وشي، نه د اړیکو په اساس.

بهرنیو چارو وزارت به اوس هغه سلګونه دیپلوماتان له دندو لیرې کړي چې په اړیکو ګمارل شوي او د دندې وړتیا نه لري.

د اصلاحاتو هغه بسته چې ارګ ته سپارل شوې، دوه کلونو کې به دې وزارت کې پراخ اصلاحات راشي.

بلاخره بهرنیو چارو وزارت هغه طرحه یا بسته نهایي کړه چې د اصلاحاتو په تړاو ورته د ولسمشر له لوري لارښوونه شوې وه، د دې طرحې اساس په وزارت کې اصلاحات جوړوي، داسې اصلاحات چې ګمارنې باید د وړتیا په اساس وشي نه د اړیکو په اساس.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان له ولسمشر محمد اشرف  غني سره تر لیدنې وروسته خبري کنفرانس کې د دې بستې په تړاو رسنیو ته مالوماتو ورکړل.

‎‎‎‎‎بهرنیو چارو وزارت کې د ځینو بستونو له منځه وړل هم د دې بستې برخه ده او دغه راز هیڅ ډول سیاسي لاسونه به پکې نه کیږي.

بهرنیو چارو وزارت ډاډه دی چې دا طرحه به وزارت راژوندی او بې ضرورته کسان او نماینده ګۍ به کمې شي.

د بهرنیو چارو وزارت د جوړښت د تحول، د اقتصاد محوره بهرني سیاست، د قوانینو او طرزالعملونو او بهر مېشتو افغانانو ته د خدماتو وړاندې کولو په اړه په څلورو محورونوکې د یاد وزارت اصلاحي بسته له اړوندو ادارو او د ملي شورا د بین المللي اړیکو کمېسیونو سره په سلا جوړه شوې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist