Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بهرنيو چارو وزارت غزې کې د اسرائیلو له لورې د روغتون پر نښه کول غندلي

بهرنيو چارو وزارت غزې کې د اسرائیلو له لورې د روغتون پر نښه کول غندلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/30

د غزې روغتیایي چارواکو ویلي، اسرائیلي ځواکونو د دې ښار په شمال کې د کمال عدوان روغتون مشر نیولی.

 د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي، د اسرائیلو دغه چاپه د دې روغتون د خدماتو ځنډېدو لامل شوې.

له دې وړاندې هم ګڼو هېوادونو اسرائيل په غزې کې پر جنګي جنایتونو او نسل وژنې تورن کړي. دې ته په پام د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغلته د اسرائيلو اعمال غندلي او د دوی له لوري په غزې کې د کمال عُدوان پر ملکي روغتون بریدونه او د ياد روغتون د سوځولو، خدماتو بندولو، ناروغانو ایستلو او د طبي کار کوونکو سپکاوی د انساني نورمونو خلاف ياد کړی.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د فلسطين غزې سیمه چې له ۱۴ نيمو مياشتو راهیسې د صهيونيستي رژيم تر ځمكنيو، هوايي او بحري بريدونو لاندې ده او ټول بنسټونه يې نږدې په بشپړه توګه ویجاړ شوې دي، اوس يې هغه محدود پاتې بنسټونه چې ځينې روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي، د صهيونيستي اشغالګر رژیم له لوري په ارادي او پلاني ډول له منځه وړل کېږي.»

د بهرنیو چارو و زارت د نړۍ او سیمې پر زبرځواکو هېوادونو غږ کړی، چې د اسرائيلو ورته بريدونو مخنيوي او د فلسطین قضیې ته د یوې داسې دایمي حل لارې د را اېستلو لپاره بېړني او عملي اقدام وکړي چې د فلسطین خلکو ته د منلو وړ وي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« اسلامي امارت یو ځل بیا د نړۍ او سيمې پر بانفوذه هېوادونو غږ کوي چې د دغو وحشتونو د عاجلي بندونې او د فلسطين قضيې ته د یوې داسي دايمي حل لارې د را ایستلو له پاره عاجل او عملي اقدام وکړي چې د فلسطين خلکو ته د منلو وړ وي. اشغالګر رژیم د روانې نسل وژنې پر دوام د جګړې ټول قوانين او اخلاقی معیارونه تر پښو لاندې کړې او د نړۍ د بانفوذه هېوادونو چوپتیا د اندېښنې وړ ده.»

د قطر لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن جاسم ال‌ثاني د شنبې پر ورځ په دوحه کې د حماس غورځنګ  له یوه پلاوي سره کتلي او په غزې کې يې د جګړې پای ته رسولو لپاره یوه واضح او هر اړخیز اوربند ته پر رسېدو بحث کړی.

د سیاسي چارو کارپوهان په غزه کې روان جنګي جنایت د اندېښنې وړ بولي او له نړیوالو غواړي چې د  غزې روان وضعیت ته جدي پام وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه روح الله هوتک وايي:« په نړیواله ټولنه کې چوپتیا د سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیکو ګټو پر اساس ده. د دې ستونزې حل لپاره نه یوازې د اسلامي هېوادونو یووالي ته اړتیا  ده، بلکې د نړیوالو عامه افکارو د پراخ ملاتړ او فشار ته هم اړتیا لري. د بشري حقوقو لپاره د نړیوالو سازمانونو تقویه کول او د رسنیو منصفانه راپور هم کولی شي چې مثبت بدلون رامنځته کړي.»

پر غزې د اسرائیلو له لوري د جګړو او بمباریو له پیلېدو راهيسې دغلته ۴۵ زره او ۴۸۴ کسان ژوند له لاسه ورکړی له ۱۰۰ ‌زرو زیات ټپیان شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist