Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلېنکن: خپل ځوان نسل د افغانستان بلې جکړې کې نه شو قرباني کولی

بلېنکن: افغانستان کې د جګړې تجربې په اوکراین کې ګټورې پرېوتې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/06

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په يوه تازه مرکه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر بایډن له پرېکړې ملاتړ کړی او ویلي یي دي چې د افغانستان له جګړې اخیستو تجربو په منځني ختیځ او اوکراین کې مثبتې پایلې ورکړې.

بلېنکن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستل د ولسمشر جوبایډن لاسته راوړنه یاده کړې او یاده پرېکړه یې په نړۍ کې د واشنګټن د لوړ موقف ساتلو په تړاو ارزښتمن اقدام ګڼلی.

نوموړی دغه پرېکړه د امریکايي ځواکونو د خوندیتوب لپاره مهمه بولي او زیاتوي، د میلیاردونو ډالرو پر مصرفولو سربېره یې د ناټو غړیو هېوادونو په همکارۍ جګړې کومه مثبته پایله نه لرله او مخالفینو يې هڅه کوله چې واشنګټن د افغانستان په جګړه کې یوه لسیزه نور هم ښکېل کړي.

هغه زیاتوي:« لومړی، زه د امریکا اوږدې جګړې پای ته رسولو په اړه بښنه نه غواړم او دا د امریکا د ولسمشر لاسته راوړنو ته یوه اشاره هم ده؛ ځکه چې د امریکايي ځواکونو ژوند یې خوندي کړ. یو واقعیت دا دی چې امریکا یو بل نسل نه درلود چې د افغانستان لپاره یې جګړه کړې او وژل شوي وای. بل زموږ دوښمنانو دا غوښتل چې موږ یوه بله لسیزه هم په جګړه کې ښکېل شو.»

انټوني بلېنکن د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا د ځواکونو له ایستلو پرته د شاتګ بدیله لاره نه وه؟ ویلي، د ځواکونو له بهر کېدو وروسته یې له مسلکي او تجربه لرونکو ډېپلوماټانو سره یو ځای د ۴۰ سپارښتنو یو راپور اروزلی دی.

بلېنکن دغه راپور له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو ناکامو او بریالیو درسونو او تجربو او دغه راز په راتلونکې کې د تېروتنو د اصلاح لپاره یو مهم پرمختګ یاد کړی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي: « هغه توصیې او سپارښتنې چې موږ په افغانستان کې زده کړې، په اسرائیلو، لبنان او سوډان کې مو عملي کړې دي.»

د سیاسي چارو کارپوهان بیا باور لري چې د جوبایډن ادارې د کاري مودې له پای ته رسېدو سره به د دې هېواد نوی حکومت په خپلو بهرنیو پالیسو کې تر یوې کچې بدلون راولي.

د دوی په خبره، د امریکا اوسني حکومت راتلونکي حکومت ته د ستونزو د زیاتېدو لپاره ګڼې ننګونې رامخته کړې دي.

د پوهنتون استاد فیض‌ محمد ځلاند وايي: « د بایډن حکومت مخ په تمامېدو دی او په ځینو مسایلو لکه له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې دوی د ملامتۍ لوبه پيل کړې، ترڅو د ټرمپ اداره له ځینو ننګونو سره مخ کړي. له افغانستانه د امریکا نظامي وتل حتمي وو؛ ځکه دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده او د نرخ له نظره تر ټولو قېمتي او د ستراتیژیک عمق له نظره هم قېمتي او بدرنګه جګړه وه.»

بلېنکن په داسې حال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو ملاتړ او د دې هېواد د ولسمشر د پرېکړې ننګه کوي چې څو ورځې وړاندې د دې هېواد ملي امنیت سلا کار جېک سلیوان ویلي و چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له ایستلو پرېکړې په غبرګون کې یې خپل استعفا لیک ولسمشر جوبایډن ته سپارلی و خو استعفا یې نه وه منل شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026

وروستي خبرونه

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یوملیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یومیلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist