Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بلینکن: له پاکستان سره پرخپلو اړیکو له سره غور کوو

admin by admin
2021/09/14

د امریکا متحده ایالتو بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن کانګرس کې له افغانستان سره د راتلونکو ډیپلوماټیکو اړیکو په اړه توضیحات ورکړل.

 انتوني بلینکن په دغو خبرو کې د سیمې هیوادونو او په ځانګړې توګه د پاکستان د رول په اړه هم خبرې وکړې.

بلینکن وايي، له پاکستان سره به پر خپلو اړیکو یو ځل بیا فکر وکړي،ځکه دغه هېواد په تېرو شلو کلونو د طالبانو په جګړې  کې مهم رول لوبولی دی.

بلینکن وايي:«دا یوازې موږ نه یو بلکې نړیواله ټولنه هم دا هرڅه له نږدې ګوري، هغه څه چې موږ به یې په راتلونکو ورځو او راتلونکو اونیو کې په پام کې ونیسو له پاکستان سره زموږ د اړیکو ارزونه ده. هغوی په تیرو ۲۰ کلونو کې کوم رول لوبولی  او راتلونکي کې به څه ډول رول ولوبوي. دا به د هغوی پر اړیکو قضاوت وکړي.»

بلینکن پر پاکستان د طالبانو د همکارۍ نیوکې داسې مهال کوي،چې کلونه وړاندې د وخت د امریکا بهرنیو چارو وزیرې، هیلري کلنټن له پاکستان سره په ګډه د طالبانو د تقویه کولو او ملاتړ اعتراف کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره  هیلري کلنټن  وايي:«دا له یاده مه باسئ، هغه خلک چې موږ ورسره اوس جګړه کوو، کلونه وړاندې مو د هغوی ملاتړ کړی دی. ځکه هلته شوروي وو او موږ له د پاکستان له پوځ او آی اس آی سره په ګډه دا کار کړی دی.»

بلینکن په خپلو تازه خبرو کې له افغانستانه د نورو ۶۰ زره کسانو د اېستلو اعلان هم وکړ او په خبره یې دغه بهیر به ژر پيل کړي.

بلینکن وايي:«موږ په پام کې لرو،چې د روانې میاشتې تر پایه  به شااوخوا ۶۰ زره کسان راوباسو. په دوی کې ډېری هغه کسان دي،چې د اس.آی.وي د پروسې په برخه کې وو. هغه کسان،چې اس ‎.آی.وي ویزو پر شرایطو برابر دي. له دې پرته نور کسان هم له اوږده امنیتي ازمیښت وروسته امریکا ته را استول کیږي.»

بلینکن یو ځل بیا د طالبانو  حکومت په رسمیت پیژندل،د هغوی راتلونکو اعمالو پورې وتړل او زیاته یې کړه.چې د هغوی دریځونه او کړنې به وګوري او بیا به پریکړه وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist