Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/13

پر اېکس خواله رسنۍ کې بلوڅ آزادي غوښتونکي غورځنګ(بي.اېل.اې) ته منسوبې پاڼې په خپره کړې اعلامیه کې ادعا کړې چې په بلوچستان کې یې د پاکستان پوځ پر وړاندې د هېروف په نوم پوځي عملیاتو لمنه لسګونو نویو ځایونو ته پراخه کړې.

په اعلامیه کې د دې غورځنګ د ویاند جنېد بلوڅ له قوله راغلي، په بلوچستان کې د پاکستان پوځ اړوند څه باندې ۵۰ موقعیتونو کې یې شاوخوا ۷۱ هدفي برېدونه کړي.

جنېد بلوچ له دغو بريدونو موخې له پوځي لارې متحد کېدل، په بلوچستان کې پر لویې جغرافیې کنټرول  او نورو سترو عملیاتو لپاره چمتووالی بللی.

د بلوڅ آزادي غوښتونکي غورځنګ اعلامیې یوه برخه کې راغلي: « په بلوچستان کې د پاکستان پوځ پر ۵۱ موقعیتونو ۷۱ همغږي برېدونه ترسره شوي چې په هوشاب، پنجګور، مستونګ، نوشکي، کوټه، قلات او منګچر، زامران، تربت او یو شمېر نورو سیمو کې پوځ ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ د هغوی وسلې او مرکزونه هم نیول شوي دي.»

بې.اېل.اې په دغو عملیاتو کې پاکستاني پوځيانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو پر ادعا سربېره، د هغو وسلو انځورونه هم خپاره کړي چې له يادو پوځونو یې نیولې دي.

 د پاکستان حکومت په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

له دې دوه ورځې وړاندې، په جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک(ټي.ټي.پي) هم د یوې داسې لنډې ویډیو په خپرولو سره چې پاکستاني پوځيان په کې پر نښه شوي، ادعا وکړه چې نږدې ۳۰ پاکستاني پوځیان یې وژلي او ګڼ نور یې ژوبل کړي دي. 

د سیاسي چارو شنونکي وايي، پاکستان حکومت له لسیزو راهیسې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان خلکو پر وړاندې توپيري او له بې عدالتۍ ډکې پالیسۍ تعقیب کړې دي.

د دوی په خبره، په محکومو خلکو کې وروستي خوځښتونو د پاکستان پوځ د تعقیب شویو تګلارو پایلې دي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « پاکستان اوس په هغه حالت کې نه دی او نه هغه دریځ لري چې کله به له داسې ستونزو سره مخ شو، لوېدیځو هېوادونو او په سر کې امریکا به له دوی سره مالي مرسته کوله.»

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « د سندیانو، پښتونو او بلوڅو په ګډون د نورو ملتونو پر وړاندې د پنجابیانو له خوا د غلطو پالیسيو، غلطو او ظالمانه سیاستونو جوړول سبب شوي چې دغه ملتونه د خپلې آزادۍ او له ظلم د ځان ژغورلو لپاره راپورته شي.» 

د پاکستان حکومت پر وړاندې امنیتي ننګونې داسې مهال زیاتې شوې چې دا هېواد تېره اوونۍ د هند له لوري  دوه ځلې د بالیستیک توغندیو او هوايي برېدونو کوربه و.

د وروستیو راپورونو له مخې، دغو بریدونو کې شاوخوا ۵۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist