Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې ۲۰ نجونې له حرفوي زده کړو فارغې شوې

بلخ کې ۲۰ نجونې له حرفوي زده کړو فارغې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/24

په داسې حال کې چې د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونو دروازو بدښت دوام لري، يو شمېر نجونې اړې شوي چې د ښوونځيو او پوهنتونونو پر ځای حرفوي زده‌کړو ته مخه کړي.

د بلخ ولایت مرکز مزار شريف کې دې نجونو چې ځيني معلولې ميرمنې يې په ډله کې دي، موده وړاندې  یې ښوونځی لوست، خو تازه يې  د یوې بهرنۍ موسسې له خوا د خياطۍ۲۰ ورځنی پروګرام بشپړ کړ او د فراغت سندونه يې ترلاسه کړل.

یوه زده کوونکې انیسه وايي:« اول اقتصاد یو څه ضعیف وو اوس مو ان شاء الله کار زده کړ او خپل کارونه به پرمخ وړو، د خدای شکر کوو او خدای دې پر موږ مهربانه شي، چې کارونه مو ښه وچلېږي»

یوه بله زده کوونکې نظیفه دولت زۍ وايي:« مخکې د بلخ پوهنتون د دویم ټولګي زده کړیاله وم، چې پوهنتونونه وتړل شول؛ نو ومې لیدل چې په کور کې له بې کارۍ څه نه جوړېږي، راغلم په دې موسسه کې شامله شوم او خیاطي مې زده کړه، ترڅو له خپلې کورنۍ سره مرسته او همکاري وکړم. له دولته غواړو چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي او همداشان د حرفه يي زده کړو زمینه هم ورته  برابره کړي.»

د یاد پروګرام جوړونکې منیره عصمتي وایي، له دې کار یې موخه دا ده چې په حرفوي برخه کې د نجونو او مېرمنو مهارتونه لوړ کړي.

عصمتي زیاتوي:« داسې مېرمنې وې چې یو څه له خیاطۍ سره بلدې وې، زموږ د دغه ۲۰ ورځني پرګرام موخه د ظرفیت لوړول وو. د دوی وړتیا او د کار ظرفیت لوړ شو او اوس کولی شي چې جامې، چپنې… وګنډي، دوی ته مو یو یو ماشین او نور وسایل هم ورکړل.»

په ورته وخت کې د بلخ کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وایي، له ځينو غیر دولتي موسسو او بنسټونو سره په همغږۍ یې د ښځو په شمول شااوخوا پنځه زره ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د کار کولو زمینه برابره کړې.

د بلخ کار او ټولنیزو چارو ریاست د کار امر عبدالغفور حقاني وايي:« د ا.ا له راتلو وروسته موږ تر ۵ زرو زیات کسان په حرفه يي زده کړو کې شامل کړي، چې له دې جملې تر ۵۰ سلنې زیاتې نجونې او مېرمنې دي. دوی زده کړې وکړې او اوس الحمدالله په کارونو بوختې دي، خپل کار او روزګار کوي. په راتلونکې کې هڅه کوو چې تر دې لا زیاتو خوېندو او ورونو ته حرفه يي زده کړې ورکړو، څو له خپلو کورنیو سره همکاري او مرسته وکړي.»

دا په داسې حال ده چې د سوداګرۍ او صنایع خونې په دې وروستیو کې د سوداګرو او متشبیثو مېرمنو د حضور زیاتوالي خبر ورکوي.

دوی تمه لري، چې حکومت به د يوه منظم ميکانېزم له مخې د سوداګرۍ په شمول په ګڼو برخو کې د ښځو حضور پراخ او پياوړی کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist