Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې کورني بې ځایه شوي ګڼو برخو کې د ستونزو له امله شکایت کوي

بلخ کې کورني بې ځایه شوي ګڼو برخو کې د ستونزو له امله شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/23

د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ ګڼ شمېر خلک د تېرو کالونو جګړو پر مهال له خپلو مېنو بې ‌ځايه شوي په وچ ډاګ کې مېشت دي.

دغه بې ‌ځايه شوې کورنۍ ساړه ژمي کې د ژوند له ګڼو ننګونو سره مخ دي او د سرپرست حکومت د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

د څښاک اوبو، روغتیایي او ښوونيزو مرکزونو ته د لاسرسي نه لرلو ترڅنګ د سرپناه نه شتون د دې بېځایه شویو کورنيو اساسي ستونزې دي.

یو تن بېځایه شوی وايي: « تاسو ګورئ زموږ ماشومان او کورنۍ همداسې پراته دي، نه کلینیک لرو، نه مکتب لرو او نه هم کوم بل سهولت. څه موده کېږي ملګرو ملتونو د اوبو یوه ټانکۍ دلته راوړل شوې ده او زموږ خلک ترې د څښاک اوبه اخلي. زموږ اولادونه بې سواده پاتې دي او له هر ډول اسانتیاوو بې برخې یو.»

یو بل بې ځایه شوی وايي: « کله چې دلته څوک ناروغان شي، موږ دومره وس نه لرو چې تر یوه ځایه یې ورسوو او بله دا چې سړک هم نه لرو. موږ له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې له موږ سره مرسته وکړي.»

د دوی له ډلې یو شمېر ځوانان چې له زده کړو محروم پاتې شوي، خپل راتلوونکي ته اندېښمن دي او له اړوند چارواکو او ادارو غواړي چې د ژوند اسانتیاوو ترڅنګ دې ورته د زده ‌کړو زمینه هم برابره کړي.

د چمتال یو تن بېځایه شوی او له زده کړو پاتې ځوان وايي: « زما لویه هیله دا وه چې ښوونځی خلاص کړم، لوړې زده کړې وکړم او خپل کار ولرم. خو دا هرڅه پاتې شول، ځکه زموږ اقتصاد کمزوری شو او د ښوونځي پر ځای په ښار کې کار پسې لاړم. ښار کې مې کار کاوه ترڅو کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کړم، له همدې امله مې ښوونځی ونه شو لوستلی.»

که څه هم د بلخ کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین سږکال له داخلي بې ‌ځايه شویو سره د خپلو همکاریو خبر ورکوي؛ خو وایي، د شته ستونزو حل لپاره یې هم له یو شمېر همکارو موسسو سره خبرې کړې.

د بلخ کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئیس اسدالله وفا په دې اړه وايي: « په تېر ۲۰ کلن انقلاب کې تر ۳۰ زره پورې کورنۍ بېځایه شوې او په ۱۵ کمپونو کې مېشتې دي. همدارنګه په دې میاشت کې له پاکستان او ایران له ۱ زر ۵۰۰ زیاتې کورنۍ بلخ ولایت ته راستنې شوې او له موږ سره په سیسټم کې ثبت دي. زموږ د ریاست په همغږۍ او همکارۍ د دغو کډوالو او بېځایه شویو سروې په ټولو ناحیو او ولسوالیو کې روانه ده.» 

د بلخ کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د مالوماتو له مخې، دغه ولایت کې د تېرو ۲۰ کالو جګړو پرمهال د کورنيو بې ځایه شویو شمېر۳۰ زره کورنیو ته رسېدلی.

 د دوی په خبره، ډېری له دې کورنیو د امنیت په راتګ سره بېرته خپلو مېنو ته ستنې شوې هم دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist