Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بلخ کې په تېرو درېیو کالو کې د ۸۰ جبري ودونو مخنیوی شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/24

آسیه هغه ۱۲کلنه نجلۍ ده چې پلندر يې له خوښې پرته ۴۰ کلن سړي ته په نکاح ورکړې وه.
تازه نوموړې ویلي، په دې نکاح کې ترې پوښتنه نه ده شوې او دا نکاح ورته د منلو نه ده.
په ناراضي توګه نکاح شوې آسیه وايي: « پلندر مې زه یوه مېرمن لرونکي کس ته پرته له دې چې له ما وپوښتې، ورته کوژده کړې یم. زما خپل اصلي پلار نه شته، هېڅوک هم خبر نه دي. خپل منځ کې یې درې کسه راوستل او زه یې په ناراضي توګه ور نکاح کړم، کم عمره یم د ۱۲کالو یم.»

دغه قضیه چې د بلخ د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست مسوولینو ورته رسېدنه کړې.

 د نجلۍ خپلوان ټینګار کوي چې نوموړې لا ماشومه ده او د اخیستل شوي حق د ورکړې سربېره دې د پېښې عاملین مجازات شي.

د نجلۍ خپلوانه منیره وايي: « د دې پلندر په نشه یي توکو روږدی دی. آسیه جانه له ماسره په یوه وړه کارخونه کې کار کوي، هر وخت ورسره کمک کوم. د میاشتې په پای کې ورته د کور سودا کوم، خو اوس چې خبره شوم نجلۍ یې یو مېرمن لرونکي سړي ته کوژده کړې ده. آسیه لا ماشومه ده او د ۱۲کالو عمر لري. له دې پرته چې مور یې پرې خبره شي، په زوره په نکاح ورکړې ده.»

په همدې حال کې د آسیې پلندر ترسره کړی عمل تېروتنه بولي او پر پښمانتیا سربېره د کورنیو له سرپرستانو د ورته کار د نه ترسره کولو غوښتنه کوي، خو کوژدن يې بیا کورنۍ پړه بولي چې د نکاح تړلو په مهال يي ورسره دوکه کړې ده.

د نجلۍ پلندر محمد طاهر وايي: « د خاله لورمې کونډه وه، ما ورسره نکاح وکړه. آسیه نومې نجلۍ هغه مهال یوه میاشتنۍ وه، اوس د ۱۳ کلونو ده. ما یې پالنه وکړه، خو اوس مې چې خاوند ته ورکړه، نه پوهېږم چې نجلۍ پوه شوې نه ده که څنګه، خو اوس له نکاح انکار کوي. هغه وخت راضي وه اوس وایي، نکاح نه کوم. زه نه پوهېدم اشتباه رانه شوې، له قانون نه وم خبر.»

د جبري کوژدنې خاوند عبیدالله وايي: « ماته یې لور راکړه، نکاح مې ورسره تړلې ده. مولوي او کلانتر مو په نکاح کې وو، خو وروسته خبر شوم چې نجلۍ وایي دا زما پلار نه دی او وایي چې ته مې خوښ نه یې.»

په همدې حال کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست او امنیتي  مسوولین ډاډ ورکوي چې د شریعت تنفیذ او ښځو شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دي چې له امله يې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د شاوخوا ۸۰ نکاح ګانو مخنیوی کړي.

د بلخ ولایت امر بالمعروف ریاست ویاند محمد سرور دانش وايي: « د اسلامي امارت له بیاځل واکمنېدو او د امربالمعروف او نهې عن منکر وزارت تر ایجاد وروسته په بلخ ولایت کې په تېرو درېیو کلونو کې د ۷۸ اجباري ودونو مخه نیول شوې. زموږ محتسبین په دې برخه کې خورا ډېرې هڅې کوي او نتیجه ښه تمامه شوې ده.»

د بلخ امنیې قوماندانۍ د جینایي جرمونو پر وړاندې مبارزې مدیر فیض الله فیضي وايي: « پرون ورځ د جینایي جرمونو پر وړاندې مبارزې مدیریت ته د نورو قضیو تر څنګ یوه دا هم وه چې یوه کم عمره نجلۍ په جبري توګه یو چا په نکاح کړې، یو بل کس چې ځان یې پلار نوموي حقیقت دا دی چې هغه یې پلار نه دی او نجلۍ یې په ناراضي توګه کوژدن کړې ده. نو الحمدالله د اسلامي امارت د پولیسو له خوا دواړه عامیلین ونیول شول، دوسیه بشپړه او محکمې ته به استول کېږي. هېڅوک نه شي کولی په جبر نکاح وتړي، که دا کار وکړي سخت به مجازات شي.»

د مالوماتو پر بنسټ، په ځینو لرې پرتو سیمو کې لاهم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې شته، خو د مسوولینو په وینا، د اسلامي اصولو پر بنسټ د ښځو شرعي حقونه  ته ژمن دي او هڅه کوي چې ورته ناسم دودونه له منځه یوسي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist