Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې  له ۶۰۰ ډېر کسان د نشه يي توکو کاروبار په تور نیول شوي

بلخ کې  له ۶۰۰ ډېر کسان د نشه يي توکو کاروبار په تور نیول شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/28

د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وايي، د تېر کال له پیل راهیسې یې د نشه يي توکو د کاروبار په توګه په ۳۸۰ قضیو کې شاوخوا ۶۰۰ تنه نیولي دي.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ  د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وایي، په دې موده کې له نیول شویو مظنونینو سره، سلګونه بېلابېل ډوله نشه ‌یي توکي او دغه ‌راز الکولي مشروبات ترلاسه او له منځه وړل شوي دي.

د بلخ امنيې قوماندانۍ کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې مدیرعزت الله سباوون وايي: « د تېر کال راهیسې تر اوسه پورې، په ۳۸۳ قضیو کې ۵۹۶ مظنیونین د نشه‌ یي توکو د قاچاق او پېر او پلور په تور نیول شوي دي. له دوی سره ۷۶۱ بېلابېل ډوله نشه ‌یي توکي او څه باندې ۵۴۲ لېټره الکولي مشروبات نیول شوي دي.»

مسوولين همداراز وایي، پر نشه یي توکو د څه باندې ۲ زره ۱۰۰ تنو روږدو کسانو درملنه شوې او دا مهال شاوخوا ۷۷۰ نور روږدي کسان تر درملنې لاندې دي.

عزت الله سباوون په دې اړه وايي: « هغه معتادین چې په سړکونو او چوکونو کې به پراته وو او د خلکو د مزاحمت او اذیت لامل به ګرځېدل، ټولټال ۳ زره ۳۰ کسان راټول شوي چې له ډلې یې ۲ زره ۱۲۱ تنو درملنه شوې او اوسمهال د ۷۷۰ کسانو درملنه روانه ده.»

په ورته مهال، له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت اړوند د معتادینو درملنې مرکز مسوولین بیا د متعادينو د رغېدنې او ورته له چمتو شویو امکاناتو خبر ورکوي.

 دوی پر ځوانانو هم غږ کوي چې له دې ناوړه عمل لاس په سر شي.

د بلخ  د معتادینو درملنې مرکز مسوول مدیر محمد عظیم حکیمي وايي: « ټول هغه امکانات چې دلته چمتو دي، استادان خپل تدریس کوي او همداراز روانشناسان ناروغانو ته د مخدره توکو څخه د خلاصون په اړه انګېزه ورکوي. اسلامي درسونه هم دغه مرکز کې جریان لري، کوم کسان چې د دې مرکز له درملنې وروسته کورونو ته ځي، موږ ورته دا توصیه کوو چې بیا ځلې دې دغه ناوړه عمل باندې لاس نه پورې کوي، بلکې خپلې کورنۍ او ټولنې ته دي خدمت وکړي.»

بله خوا، یو شمېر له نشه یي توکو رغېدلي کسان وايي، د سالم صحت په لرلو سره له نوي ژوند برخمن شوي او له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې دوی ته کاري فرصتونه برابر کړي.

د نشه يي توکو له کارولو روغ شوی بصیر وايي: « موږ له اسلامي امارت ډېر خوشاله یو چې دلته یې درملنې ته راوستلي یو او تداوي کېږو. اوس زیات د خوښۍ احساس کوو چې له نشو ژغورل شوي یو او نوی ژوند مو پیل کړی. موږ غواړو چې کاري فرصتونه راته برابر شي.»

د نشه يي توکو له کارونې روغ شوی محمد سلیم وايي:« زه ډېر خوشاله یم چې روغ شوی یم. دا نشې له بې ‌کارۍ پیدا کېږي او د انسان ژوند خرابوي. موږ له حکومته غواړو چې موږ ته دې یو کار پیدا کړي؛ ترڅو مصروفیت ولرو او خپل نوی ژوند جوړ کړو.»

د بلخ امنیې قوماندانۍ د مالوماتو له مخې، په تېر څه باندې یوه کال کې شاوخوا ۱۲۰۰ نارینه، ښځینه او ماشومان سوالګرهم د ښار له واټونو راټول شوي او د هغوی لومړنیو اړتیاوو ته رسېدنه شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist