Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې له پاکستان او ایران راستنو شویو کډوالو ته د لسګونه بابه کورونو جوړولو چارې پيل شوې

بلخ کې له پاکستان او ایران راستنو شویو کډوالو ته د لسګونه بابه کورونو جوړولو چارې پيل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/19

له پاکستان او ایران په جبر را ایستل شویو افغان کډوالو ته د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې د یوه ترکيي خیريه بنسټ له لوري د ۸۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۴۰ بابه کورونه جوړېږي.

د بلخ ځايي چارواکي له راستانه شویو افغانانو سره د هر راز همکاریو ډاډ ورکوي او وایي، د سرپناه جوړولو لړۍ به د دې ولایت نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.

د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس اسدالله وفا وايي: «دا د تازه راستنو شویو کورنیو لپاره د سرپناه جوړولو یوه لویه پروژه ده. له خلکو غوښتنه کوم، چې د هغو کسانو په موندلو کې له موږ سره همکاري وکړي، چې تازه راستانه شوي او سرپناه نه لري.»

په همدې حال کې د ترکیې خیریه بنسټ استازی حمید ګونت وایي، له دغه ګام یې موخه د افغانستان او ترکيې د اړیکو پیاوړتیا او د مظلومو افغانانو لاسنیوی دی.

ګونت زیاتوي:« که څه هم د افغانستان او ترکيې ترمنځ زرګونه کیلومټره واټن دی، خو زړونه مو سره نږدې دي. د ترکيې حکومت او خلک تل له افغانانو سره په هر ډول شرایطو کې مل دي. موږ چې کله د بلخ شولګرې ولسوالۍ ته د سروې په موخه راغلو او د راستنو شویو افغانو وضعیت مو ولید، نو پرېکړه مو وکړه، چې دا خلک واقعا ً اړمن دي او ملاتړ ته اړتیا لري.»

په همدې حال یو شمېر راستانه شوي چې تازه ورته سرپناوې جوړېږي، د سرپرست حکومت او خیریه بنسټ له پورته کړي ګام هرکلی کوي او نورو ته هم د ورته سرپناوو پر جوړولو ټینګار کوي.

له پاکستانه تازه راستون شوی یو تن افغان کډوال محمدظاهر وايي: « موږ یې له پاکستانه راوشړلو او هرڅه مو هلته پاتې شول. دلته وطن کې هم سرپناه نه لرو. له حکومت مننه کوو،چې موږ ته سرپناه جوړوي.»

له پاکستانه یو بل راستون شوی افغان کډوال محمد یونس بیا وايي: « زموږ لومړۍ غوښتنه سرپناه ده. بله غوښتنه مو دا ده چې زموږ اولادونو ته ښوونځی او مدرسه جوړه شي او د څښاک اوبو غم وخوړل شي.»

د بلخ سيمه‌ییز مسوولین پر خیریه بنسټونو غږ کوي، چې په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه راشړل شویو افغانانو ملاتړ وکړي.

د یادونې وړ ده، چې دغه سرپناوې به د دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist