Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې له الفتح قول اردو شاوخوا ۸۰۰ سرتېري فارغ شول

بلخ کې له الفتح قول اردو شاوخوا ۸۰۰ سرتېري فارغ شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/13

په بلخ کې ولایت له الفتح قول اردو نږدې ۸۰۰ سرتېري له درېیو میاشتنیو زده کړو فارغ شول.
مسوولین وايي، سرتېرو ته د نظامي او تکتیکي زده کړو سندونه ورکړل شول چې په خبره یې تر دې وروسته به په بېلابېلو سیمو کې خدمت ترسره کړي.

د ۲۰۹ الفتح قول اردو ویاند جګړن مطیع الله عابد وايي: « نن الحمدالله د تېرو کالونو د تېرو دورو پر دوام، د ۲۰۹ الفتح قول اردو اړوند له پوځي ښوونیز مرکز شاوخوا ۸۰۰  تنه مجاهدین فارغ شول. دغو تازه فارغ شویو ته د درېیو میاشتو په موده کې عقیدوي، فکري او بېلابېلو برخو کې زده کړې ورکول شوې دي چې له فراغت وروسته به په شمالي ولایتونو کې ځای پرځای شي.»

په ورته مهال، د دفاع وزارت د ښوونې او روزنې ریاست مسوولینو ډاډ ورکړی چې د خاورې دفاع ته چمتو دي او هڅه کوي د ورته مسلکي سرتېرو په درلودلو سره دا برخه لا پياوړې کړي.

د دفاع وزارت د ښوونې او روزنې رییس داد محمد محمدي وايي: « انشاالله ټول ولس ته ډاډ ورکول کېږي چې زموږ علما او مجاهدین د امینت تامین، خاورې دفاع او د ولس خدمت لپاره منظم دي او ډاډ ورکولی شو.»

په همدې حال کې تازه فارغ شوي سرتېري د ترلاسه کړیو زده کړو له امله ډاډ ورکوي چې د خپل هېواد او هېوادوالو له سر او ماله ساتنه وکړي.

تازه فارغ شوی سرتیری رفیع الله وايي: « موږ چې کومه درې میاشتنۍ زده کړه ییزه دوره وه، په مسلکي توګه مو خلاصه کړه. الحمدالله انجنیري، تکتیکي، بېلابېل محاربوي پوزیشنونه مو زده او په تېرو درېیو میاشتو کې په بریالۍ توګه تر سره کړل.»

یو بل تازه فارغ شوی سرتېری طالب شاه وايي: « لکه د نظامي اسلحو زده کړه، انجنیري، ډاکټري او د اړتیا وړ نور کارونه زموږ د زده کړو برخې وې.»

تردې مهاله د شمال زون ۲۰۹  الفتح قول اردو له مسلکي او تکتیکي زده کړو دا اتمه دوره ده چې فارغیږي.

د مسوولینوپه خبره، تر اوسه پورې له دې قول اردو شاوخوا ۶ زره سرتېري فارغ شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist