Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې له اعتیاد رغېدلو کسانو ته د بېلابېلو حرفوي زده کړو مرکز پرانیستل شو

بلخ کې له اعتیاد رغېدلو کسانو ته د بېلابېلو حرفوي زده کړو مرکز پرانیستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/06

بلخ ولایت کې پر هغو ځوانانو چې تازه د نشه يي توکو له کارولو او اعتیاد رغیدلي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري په پنځو برخو کې د حرفوي زده کړو وسایل ووېشل شول.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین  محمد ذاهد احمدزی بلخ ته د سفر پرمهال وايي، له دې کاره یې موخه دا ده چې تازه رغېدلي ځوانان بیا نشو ته اړ نه شي او له دغې لارې د خپلې کورنۍ نفقه برابره کړي.

احمدزی په دې اړه وايي: « له دغو حرفوي زده کړو تر اوسه پورې ۷ زره تنه فارغ شوي او بېرته اعتیاد ته نه دي ورګرځېدلي بلکې ټول د کاروبار او کسب خاوندان شوي دي.»

په ورته مهال، ځایي مسوولین ډاډ ورکوي چې د د یادو ځوانانو لپاره د حرفوي زده کړو مرکز ایجاد شوی او په کې به د شپږ میاشتو لپاره د بوټ ګنډلو، بیک جوړولو، برېښنایي سیسټم او خیاطۍ زده کړې ورکول کېږي.

د بلخ امنیې قوماندانۍ کې له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت د هدف ګیرۍ مسوول عزیزالله خادم وايي: « ۵۰۰ کسان مو دا مهال حرفوي زده کړو ته معرفي کړي. د بلخ کار او ټولنیزو چارو ریاست له خوا یو شمېر توکي او وسایل او دغه راز خېمې را لېږدول شوي دي، ترڅو دلته یو مرکز جوړ کړو او دغو ۵۰۰ تنو ته په کې فني او حرفوي زده کړې ورکړو.»

له اعتیاد رغېدلي کسان وايي، د نشو پر مهال يې په ټولنه کې خپل ځای او حالت لیدلی او هېچا ارزښت نه ورکاوه، خو اوس چې ورته موقع ورکړل شوې، له دې فرصته به مثبته ګټه واخلي.

له اعتیاد رغېدلی محمد یوسف خانزاده وايي: « زه د هر ډول نشه يي توکو له کارولو رغېدلی یم او له دې وروسته مې غوڅه پرېکړه کړې چې نشه يي توکي به نه کاروم.»

له اعتیاد رغېدلی فیض محمد خاکسار وايي: « دا ښکاره خبره ده چې کله موږ دلته شغل زده کړو او بیا د کار بازار ته ووځو، له مالي پلوه به صفر یو، نو له کار او ټولنیزو چارو وزارت او دغه راز د اسلامي امارت له مشرتابه غواړو چې پر خپلو پښو تر درېدو پورې زموږ لاسنیوی وکړي.»

د بلخ کار او ټولنیزو چارو ریاست د مالوماتو له مخې، له ۱۴۰۲ هجري لمریز کال  راهیسې یې ۴ زره معتادین راټول کړي، د ۳۱۰۰ تنو درملنه شوې او شاوخوا ۵۰۰ هغو ته تازه د حرفوي زده کړو مرکز پرانیستل شوی او د نورو درملنې او ملاتړ هم ډاډ ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist