Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 بلخ کې روغتپالان: پر رواني ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.

admin by admin
2021/06/15

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې یو شمېر روغتیاپالان وايي،  د کورونا ویا او د جګړې له وېرې د خلکو روان ځپل شوی، چې له همدې اړخه د زيانمنو کورنيو غړي په رواني ناروغيو هم اخته شوي دي.

دوی له خلکو غواړي،چې د کورونا وبا مخنيوي برخه کې روغتیايي لارښوونې مراعت   او وېرې او اضطراب ته دې نه تسليم کېږي.

د بلخ عامي روغتیا ریاست د رواني درملنې څانګې مسوول اسدالله  الفت وايي: «  خلک ترڅو چې ډېر اړ نه شي او رواني ناروغۍ یې ډېره سخته شوي نه وي،روغتونونو او کلینیکونو ته مراجعه نه کوي. »

بل لامل چې بلخ کې د رواني ناروغۍ د ډېرېدو برخه کې ورته ګوته نيول کېږي، د جګړو، چاودنو او بريدونو زياتوالی دی.

د بلخ د ملکي روغتون روغتیاپالان وايي، زيات شمېر خلک د جګړې، فقر او بېکارۍ له امله هم له رواني ناروغيو سره مخ دي.

د ملکي روغتون چارسنبال شفیق شایق وايي: «   جګړې، فقر، بېکاري د خلکو پر روان زیات اغېز کوي. همدا لاملونه دي،چې پر رواني ناروغیو اخته کېږي. »

بل پلو بیا ځايي خلک غوښتنه کوي، چې له کورونا وبا سره د ګټورې مبارزې لپاره بايد ښکېل اړخونه هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي.

د مزار شریف اوسېدونکی وحید الله وايي: «  هېله مو دا ده، چې په هېواد کې سوله راشي او جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي، ترڅو د خلکو فکرونه ارامه شي. »

بلخ کې په داسې مهال د رواني ناروغۍ ډېرېدو په تړاو اندېښنې زياتې شوي، چې دمګړی د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې سختې جګړې روانې دي او تر څنګ يې خلک کورونا وبا  هم ځپلي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist