Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د شولو بزګران له دولت د تخنیکي ملاتړ غوښتنه کوي

بلخ کې د شولو بزګران له دولت د تخنیکي ملاتړ غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/22

شولې هغه کرنیز محصول دی چې وروستیو کې یې کرکیلې ته د اکثریت بلخي بزګرانو پام ور اوښتی.

دلته که څه هم د شولو کرلو ته لېوالتیا ډېره شوې، خو کروندګر د وریجو د پروسېس تخنیکي وسایلو پر نه شتوالي سربېره، د کرنیزو درملو کمښت ته اندیښمن دي.
بزګر عبدالباقي وايي: « که موږ ته ښه وسایل او ماشین آلات راکړل شي چې موږ دا شولې نیال کړو، همدارنګه د نینې کولو لپاره دېګونه او وسایل راکړي، دا به موږ ته سهولت شي او د محصول کچه به ورسره ډېره شي.»

بزګر قاسم خان وايي: « موږ د بریان کولو لپاره لویو دېګونو ته اړتیا لرو، خو دلته نه شته. همدارنګه د شولو نیال کولو او بېرته رېبلو لپاره هم ماشینري ته اړتیا لرو.»

بزګر سخي الرحمن وايي: « حکومت او موسسې باید له موږ سره د ماشین آلاتو مرسته وکړي.»

د دې کرنیز محصول راټولول، نینې یا ډاډه کول او پروسېس اسانه کار نه دی، خو په تڼاکو لاسونو يې د بل هېواد له مزودورۍ ښه بولي.

دلته یوشمېر بزګران بیا د وریجو بازار له کمرنګۍ شکایت  کوي. د دوی په وینا، دا مهال په بازارونو کې یومن(په مزار کې څوارلس کیلو) وریجې په پنځه سوه افغانۍ پلوري.

بزګر خان محمد وايي: « د شوې زحمت زیات دی، خو بازار نه لري. اوس په بازار کې یو من وریجې ۴ تر ۵ سوه افغانۍ دي، خو زحمت ته په کتو هېڅ دي.»

بزګر غلام سخي وايي: « شولې خورا ډېر زحمت غواړي، خو د کال په پای کې چې وینو بیې یا څلور سوه وي یا پنځه سوه. دولت باید په دې اړه هم څه پاملرنه وکړي.»

په ورته مهال، سیمه ییز مسوولین مني چې دلته بزګران له یو شمېر ستونزو سره مخ دي، خو دوی بیا له خپل هر راز ملاتړ ډاډ ورکوي.

د شولګر ولسوالۍ د کرنې مدیر محمدالدین بلال وايي: « موږ بزګرانو ته ډاډ ورکوو چې موږ له موسسو او ریاست سره په اړیکه کې یو او هڅه کوو چې خپلو کروندګرو ته هر ډول وسایل او ماشینري په واک  کې ورکړو. موږ تېر کال هم یو شمېر بزګرانو ته وسایل ووېشل او سږ کال هم په پلان کې لرو چې وسایل وېشل کېږي. همدارنګه د کیمیاوي سرې او کود مرسته مو کړې او د وس مطابق به نورې مرستې هم وکړو.»  

کلدار، شورتېپه او شولګر د بلخ هغه ولسوالۍ دي چې هر کال په کې په پراخه کچه شولې کرل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist