Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د روسیې بشري مرستو یوه جوپه د خوړو نړیوال پروګرام ته وسپارل شوه

بلخ کې د روسیې بشري مرستو یوه جوپه د خوړو نړیوال پروګرام ته وسپارل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/14

د ۱۳۴ مټریک ټنه خوراکي اوړو دغه مرسته د روسیې له خوا د افغانستان حیرتان سوداګریز بندر له لارې بلخ ولایت کې د خوړونړیوال پروګرام(ډبیلو.اېف.او) مسوولینو ته وسپارل شوه.

بلخ کې د روسیې سرکونسل ویلي، افغانستان وچکالۍ ځپلی چې له امله يې مرستو ته اړتیا لري او له خپل لوري یې د دا ډول مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

بلخ کې د روسیې سرکونسل الکسي پرورزیف وايي: « زه هیله لرم چې موږ سږ کال او په راتلونکو کالونو کې نورې مرستې هم د افغانستان خلکو ته را ولېږو. زه بیا هم هیله لرم چې دا مرستې راستنو شویو مهاجرانو، بېوزله او خوراکي توکو ته اړمنو کسانو ته ګټه ورسوي.»

د روسیې له خوا شوې مرسته به په شمال زون کې  د خوړو نړیوال پروګرام له لوري پر راستنو شویو، بېوزلو او وچکالۍ ځپلو کورنیو ووېشل شي.

په شمال زون کې د خوړو نړیوال پروګرام مسوول نجیب الله رحماني وايي: « په دې کې ۱۳۴ مېټریک ټنه اوړه مو د روسیې فډراسیون له هېواد ترلاسه کړې. دا مرسته به هغو کسانو ته ووېشل شي چې وچکالۍ ځپلي او له قحطۍ سره مخ دي.»

روسیې په تېرو پنځو کالو کې هر کال له ۱ تر ۲ میلیونو ډالرو پورې د خوړو نړیوال پروګرام سره مرسته کړې.

د شمال زون لپاره د دې پروګرام مسوول زیاتوي، د افغانستان په پنځو شمالي ولایتونو کې شاوخوا ۲ میلیون تنه بشري مرستو ته اړتیا لري.

 دوی پر نورو هېوادونو هم غږ کوي چې له افغانستان سره مرستې ونه سپموي.

شمال زون کې د خوړو نړیوال پرورګرام‌ مسوول زیاتوي: « د هېواد د شمال زون په پنځو ولایتونو کې شاوخوا ۲ میلیونه تنه بشري مرستو ته اړتیا لري، خو زموږ سرچینو ته په کتو، موږ یوازې په دې اګست میاشت کې ۱۴۶ زره تنو ته خوراکي مرستې ورکوو. اړتیا ته په کتو، له موږ سره شته امکانات ډېر کم دي، خو زموږ دفتر هڅه کوي له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره کافي سرچینې پیدا کړي.»

دا مرستې په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغانستان لپاره نړیوالې بشري مرستې کمې شوې او ځینې نړیوال سازمانونه افغانستان کې د بېوزلۍ زیاتېدو له امله اندېښنه ښيي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي
افغانستان

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

جولای 12, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist